Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د دوام په هکله د خلکو اندېښنې

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې په نړۍ کې په ځانګړې توګه افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په هکله اندېښه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي دي، چې وچکالي او اقلیمي بدلونونه، په ختیځې افریقا، د افریقا په سوېلي سیمو او افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي لامل شوي دي.

د ژغورنې د نړۍوالې کمېټې رییس ډېوېډ میلبند وویل:«په یوویشتمې پېړۍ کې قحطي یوه طبیعي چاره ده. که څه هم لوږه بېلابېل لاملونه لري، خو قحطي او ډله ییزه مړینه د نړۍ د بې غورۍ له امله ده.»

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان وايي:«اړتیا لیدل کېږي چې نړۍوال بنسټونه د راپورونو په وړاندې کولو تکیه ونه کړي او عملاً لاس په کار شي او په افغانستان کې د عاید د لوړولو او دندې رامنځټه کولو لپاره همکار شي.»

ورته مهال د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي، د کار له نشتوالي او اقتصادي ننګونو په هکله څرګندونې لري.

صنوبر د دوو ماشومانو مور ده، چې تر دې وړاندې یې شپږ کاله په یوې دولتي اداره کې کار کړی او اوس مهال وزګاره ده. او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

صنوبر طلوع نیوز ته وايي:«مخکې مې د اوبو او برېښنا په وزارت کې کار کاوه، یو کم معاش مې درلود له هغه سره مو ګذاره کوله، خو له هغې ورخې چې حکومت سقوط کړی په کور کې یم، د کور ځينې کارونه پيدا شي کوم یې که پيدا نه شي نو هېڅ.»

نهه کلن برهان د کابل په یوې سیمه کې پر کار بوخت دی او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سهاره تر ماښامه کار کوي، خو وایي، چې ګټه وټه یې لږ ده.

کارګر ماشوم برهان طلوع نیوز ته وویل:«دوه وروڼه یوو چې کار کوو، یو مو بوټونه رنګوو او بل مو لاسګاډی (کراچۍ) چلوي.»

بل کارګر ماشوم حمزه هم څرګندوي:«له سهاره تر ماښامه دلته راځم او په کراچۍ کار کوم ۵۰ تر ۶۰ افغانیو کار کوم.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي دي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۲ مېلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه