Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي هوايي دهلېز بیا فعال شو

د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي هوايي دهلېز له څو میاشتني ځنډ وروسته نن (دوشنبه) یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.

د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال په همدې مناسبت په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، دا دهلېز به د افغانستان او چین تر منځ سوداکري وغوړوي.

ملا عبدالغني برادر په‌دې غونډه کې وویل: «د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهلېز به د افغانستان او چین تر منځ تجارتي اړیکې لا قوي او زموږ د جلغوزو تولید او پروسس به پیاوړی کړي. د دې دهلېز په فعالېدو سره به د چین او افغانستان تر منځ تجارت رونق پیدا کړي او د افغانستان په عوایدو کې به ډېروالی راشي.»

نوموړي د دې هوايي دهلېز د ارزښت په اړه زیاته کړه چې د افغانستان په څېر په وچه کې راګیر هېواد لپاره د دا ډول دهلېزونو فعالول به هغه ستونزې حل کړي چې په بندرونو کې د افغانستان سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د ځینو ستونزو له کبله د خنډ و ځنډ لامل کېږي.

د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال همداراز وویل: «وخت ناوخت زموږ د تجارانو صادراتي او وارداتي مالونه د نورو هېوادونو په ګمرکي دروازو کې په ورځو-ورځو درول شوي او اکثره وخت زموږ د تجارانو مالونه خراب شوي او دوی ته لوی زیانونه وراوښتي دي. بناً هوايي دهلېزونه د افغانستان په شان په وچه کې راګیر هېواد ته یوازېنۍ لاره ده چې خپل مالونه یې بې له کوم ځنډ او خنډه د نړۍ مارکېټونو ته ورسوي.»

نوموړي همداراز یادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې افغانستان د ځمکې له لارې د ازبیکستان او قرغزستان له لارې له چین سره ونښلول شو.

هغه د سوداګرۍ په برخه کې دا یوه ستره لاسته راوړنه او اسانتیا وبلله، ځکه په وینا پخوا به سوداګریز مالونه په دوه میاشتو کې دې هېواد ته رسېدل، خو اوس د ځمکني دهلیز له لارې سوداګریز توکي په دوه اوونۍ کې رسېږي.

د رییس الوزرا مرستیال ژمنه کوي چې اسلامي امارت د چین تر څنګ ترکیې، اروپايي او عربي هېوادونو ته هم د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان توکي د افغانستان په خپل نوم او نښان صادر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه