د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۷م خزاني نندارتون له څلورو ورځو وروسته پایته ورسېد. د دې نندارتون یو شمېر ګډونوال سوداګر د خپلو توکو د بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دی.
دا نندارتون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا جوړ شوی و چې پهکې د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه سوداګرو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
سوداګره نسیمه محمدي وايي: «د تېرو کلونو غوندې نهوو، بل ځل چې له ولایتونو زموږ خلک راځي، هیله لرو چې د غرفو کرایه ترې وا نهخیستل شي.»
بلپلو، د نندارتون یو شمېر لېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د کورنیو محصولاتو ملاتړ وکړي.
یو پلورونکی وايي: «د مني فصل دی. که د ګرم پوښاک او داسې خوړو محصولات ډېر شي چې په همدې فصل کې ورته اړتیا ده، خلک به ترې ډېره ګټه پورته کړي.»
د نندارتون لېدونکی عبیدالله کریمي وايي: «هر نظام چې راځي، باید له سترو او کوچنیو خصوصي سکټورونو ملاتړ وکړي. باید دوی ته کوچنۍ زمینې برابرې کړي، د بېلګې په ډول دوی ته دې د ځمکې او برښنا زمینه برابره کړي.»
بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونه د دغه راز نندارتونونو جوړېدل د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره مهم بولي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي: «همداسې دوستانه نندارتونونه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په مرکز کې جوړ کړو، څو د هېواد له تولیداتو سره لا ډېر اشنايي پیدا شي او په هېواد کې د خصوصي سکټور او بزګرانو د هڅونې سبب کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تمه کیږي،چې په چین او دوبۍ کې هم د کورنیو محصولاتو نندارتون جوړ شي.