اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په را روان ژمي کې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ته اندېښمن دی او وايي چې په افغانستان کې دغه ژمي کې ۷۹ سلنه کورنۍ د خپلو کورنو د تودولو لپاره د سونګ توکي به ونه لري.
د دغه بنسټ په تر ټولو تازه رپوټ کې راغلي دي، چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې په برخه کې څه باندې درې مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي دي:«د افغانستان د بشري مرستو بهیر په بودیجه کې د درې اعشاریه څلور مېلیارد ډالرو له کمښت سره مخ دی. د ژمي د لومړنیو تابیاوو لکه د سرپناه، ګرمو جامو او کمپلو د برابرولو لپاره شاوخوا ۶۱۴ ډالرو ته اړتیا ده. پر دې سربېره ۱۵۴ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده، څو د هوا د سړېدو له امله د لارو له تړل کېدو مخکې د خوړو په ګډون د ژوندانه اړینې مرستې زیرمه شي.»
د مالي او بانکي چارو شنونکی دریا خان بهیر په دې هکله وايي:«هغه نوې مرستې چې افغانستان ته راځي، باید په سمه او رڼه توګه هغو کسانو ته چې د بې وزلۍ او لوږې له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، رسېدنه وشي.»
د کابل اوسېدونکي عبدالله وویل«کراچۍ ده په دغو سړکونو ګرځم. په خدای که مې لس روپۍ هم ترلاسه کړي وي.»
بل خوا اقتصاد وزارت وایي، چې په افغانستان کې به د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د بنسټيزو پروژو چارې پېل کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د اقتصادي پروژو د پیاوړتیا ترڅنګ او همدارنګه کوچنۍ او منځنۍ دندې، زموږ هڅې دا دي چې د سونګ توکو بیې هم ټیټې شي او همدارنګه بشرپاله او پراختیايي مرستې هم جلب شي.»
د دغه رپوټ په یوه برخه کې د افغانستان د کرنې پر وضعیت هم اندېښنه ښودل شوې ده.
د اوچا د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې کرنه د ورښتونو د کموالي او سیلابونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.
تر دې وړاندې نړۍوال بانک ویلي دي،چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید له منفي ۳۰ / تر ۳۵ سلنه ودې سره مخ شوی او د بې وزلۍ کچه به لوړه شي.
په دې اړه مو اندونه