Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د سون توکو په ځانګړې توګه د لرګیو بیه لوړه شوې

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وايي چې د لرګیو د لوړې بیې له امله په راروان ژمي کې به د ډبرو له سکرو کار واخلي.

دوی وايي چې د لرګیو او ګازو د پېرلو وس نه لري او اړ دي چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکاره وسوځوي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د لرګیو او ګازو د بیې ټیټوالي ته پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکي حزب الله وویل:«ځينې خلک نه شي کولای چې په لوړ بیه لرګي وپېري او له برېښنايي اسانتیاوو استفاده وکړي، نو له تصفیې پرته د ډبرو له سکرو استفاده کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی منصور هم وايي:«لرګي اوس قمیته شوي د ډبرو سکاره د لرګیو پرتله لږ ښه دي، نو له همدې امله خلک له ډبرو سکرو لږ ډېره استفاده کوي، د دې لپاره چې نه شي کولای لرګي وپېري.»

ورته مهال د چاپېریال ساتنې ځينې کارپوهان وايي چې په ژمي کې له ډبرو سکرو ډېره کار اخیستنه، هوا ډېره ککړوي او بېلابېلې په ځانګړې توګه تنفسي ناروغۍ به زیاتې کړي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه سید قیوم هاشمي وویل:«د استوګنیزو ځایونو د ګرمولو لپاره له ډبرو سکرو استفاده چې په ځانګړې توګه په راروان ژمي کې د پام وړ دي او په ښاري سیمو کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل بلل کېږي.»

د چاپېریال ساتنې بل کار پوه کاظم همایون وايي:«دغه سیمې چې لوړ پوړیزې ودانۍ دي، په ژمني کې تر ډېره له ډبرو سکرو استفاده کوي.»

بلخوا کابل ښاروالۍ د لوړ پوړیزو ودانۍ له خاوندانو غواړي چې د هوا د ککړتیا د مخنيوي لپاره د دود د چاڼ کولو له دستګاه استفاده وکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«هغه لوړ پوړیزې ودانۍ چې مرکز ګرمي یې لرله او فلتر یې درلود ژمنه کړې چې د خپلې مرکز ګرمي د استفاده ې په وخت کې فلترونه یې هم فعال وي او هغه ودانۍ چې مرکز ګرمیانې نه لرلې ژمنه وکړه چې فلتر به نصب وي او به ورځني کار به یې موږ څارنه لرو.»

له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هېواد کې د تنفسي ناروغیو په علت، د کال څه باندې ۷۰ زره او ۵۰۰ تنه خپل ژوند بای چې اصلي یې د هوا ککړتبا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه