Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپین بولدک لارې تړل کېدل؛ د دواړو هېوادونو د راکړې ورکړې ننګونې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د سپين بولدک لارې تړل کېدل ښايي په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لوړې کړي.

دوی زیاتوي، د دې لارې تړل به د هېواد پر سوداګرۍ او ټرانزیټ منفي اغېز وکړي.

د سپین بولدک د لارې له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی زیاتوي: «ټول موټر په بندوونو کې بند پاتې وي او دواړو لوریو ته ډېر زیان رسېږي. دا نه یوازې د افغانستان خصوصي سکټور ته زیان رسوي؛ بلکې د پاکستان خصوصي سکټور ورسره هم زیانمېږي.»

له دې سره سم، د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان له حکومته غواړي چې، دغه لاره بېرته پرانیزي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس نقیب‌الله صافی زیاتوي: «د بندر بندېدل په عمومي توګه یو زیان رسوونکی عمل دی؛ نو زما له دواړو حکومتونو نه دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره د تجارت لپاره دغه بندر خلاص کړي.»

اسلامي امارت بیا وايي چې، د سپین بولدک د ستونزو د حل لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «د کرښې په اوږدو کې په تېره په سپین بولدک کې ستونزه تر څېړنې لاندې ده. هیله مو دا ده چې ستونزې و نه‌لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان په تېرو اتو میاشتو کې پاکستان ته تر نورو ډېر صادرات درلودل او همداراز خپل ترازیتي سوداګریز توکي یې د پاکستان د بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه