Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر سوداګرې ښځې د مناسب بازار نه‌شتوالي اندېښمنې کړي

یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، د مناسب بازار نه‌شتوالي د دوی کاروبار پیکه کړی او له همدې امله اړ شوي چې خپل يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
سوداګره امنه میرزايي زیاتوي: «په تېرو دوو کلونو کې هېڅ نندارتون نه و، کاروبار هم نه‌شته، خلک زړه ماتې شوې دي، کومې ښځې چې په کور کې دي، دغسې کار نه‌شي کولی.»
پښتون امیري هغه مېرمن ده چې څه باندې درېرش کاله یې د لاسي صنایعو په برخه کې پانګونه کړې ده. دا وایي،چې د اقتصادي ستونزو له امله یې لسګونه هغه مېرمنې چې له دې سره کار کاوه، اېستلي دي.
سوداګره پښتون امیري زیاتوي: «لومړی خو موږ ته کرونا ډېر زیان واړوه، ځکه د ښځو لپاره هېڅ کاري موقعیت نه و، هېڅ د پلور ځای نه و، نو په همدې خاطر اړې شو چې یو شمېر ښځو ته ځواب ورکړو.»
ورته مهال د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په تېرڅه باندې یو کال کې د بهرنیو بنسټونو له لوري له سوداګرو مېرمنو سره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
د دې خونې سرپرسته وایي، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې دي، چې ډیری سوداګرې مېرمنې خپل فعالیتونه محدود کړي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرسته ممتاز یوسفزۍ وايي:‌ «له بده مرغه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه د ۱۴ یا ۱۵ میاشتو په موده کې هېڅ داسې بنسټ نه‌دی راغلی چې د دې خونې له ښځینه متشبثینو سره یې مرسته کړې وي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو غوړېدل د کورنیو د عوایدو د زیاتېدو لپاره ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي: «له زده‌کړو، درس، کار او سوداګرۍ څخه د ښځو څنډې ته کول د نیمې ټولنې د فلج په مانا ده او د هېواد پر اقتصادي ودې ناوړه اغېزې پرې باسي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو چې شپاړس سلنه متشبثې ښځې وزګارې شوې دي چې دا کار د هېواد د ناخالص کورني تولید د پنځه سلنې کموالي لامل شوی دی.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په تېرڅه باندې یو کال کې د بهرنیو بنسټونو له لوري له سوداګرو مېرمنو سره هېڅ ډول مرسته نده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه