Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو په هلکه د افغانستان وجهي صندوق د بورډ غړو ناسته

په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق د غړو له لومړۍ غونډې وروسته د دې بورډ غړي وايي، په‌دې غونډه کې د افغانستان ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو شتمنیو د پانګونې د څرنګوالي او د مشورتي کمېټې د جوړولو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان بانک د تفتیش د کمېټې او د دغه بانک د عالي شورا غړی طلوع نیوز ته وایي، په‌دې غونډه کې د افغانستان د شتمنیو پر پانګونې، د یوې دارالانشا د ګمارلو او د افغانانو د مشاوریت د یوې کمېټې پر جوړېدو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې رییس شاه محمد محرابي زیاتوي: «د افغانستان وجهي صندوق به د افغانانو له ۳٫۵ میلیارډ ډالرو نه چې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، ساتنه وکړي او دغه صندوق به د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د بیو د ثبات د ښه والي لپاره څو خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پېرلو توان پيدا کړي، په پلان شوی توګه پیسې ورکړي.»

د افغانستان وجهي صندوق د پلاوي د غړو لومړنۍ غونډه په جینوا کې تر سره شوه.

بل‌خوا د افغانستان د امانتي صندق د پلاوي غړی انوارالحق احدي وایي چې د افغانستان د ۳٫۵ میلیارډ ډالره شتمنۍ په مټ په یوه بهرني بانک کې پانګونه شوې ده او ګټه به یې افغانستان ته ورسېږي.

د افغانستان وجهي صندوق بورډ غړی انوالحق احدي زیاتوي: «په تېرو څو میاشتو کې دې صندوق ته ۳۶ مېلیونه ډالره ګټه رسېدلې ده او موږ اوس غواړو چې په مالي محصولاتو برخه کې نسبتاً اوږمهاله یانې درې میاشتنیو، شپږ میاشتنیو او یو کلنې پانګونې سره دا کلنۍ ګټه نوره هم ډېره شي.»

بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني په هېوادوالو پورې اړوند ده او باید افغانستان ته راستنه کړای شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «دا پیسې د افغانستان د خلکو ملکیت دی، باید افغانستان ته وسپارل شي، اختیار او هر څه یې د افغانانو په لاس کې وي. په مشروط ډول د دې پیسو یوه برخه خلاصول موږ ته د منلو وړ نه‌ده، د افغانانو ملکیت دی او موږ غواړو دا پیسې هر څه ژر افغانستان ته انتقال شي.»

د افغانستان څه باندې نهه میلیارډ ډالره شتمنۍ په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې دي چې له دې منځه اووه میلیارډ ډالره یې په امریکایي بانکونو کې ساتل کیږي او واشنګټن د دغو پیسو د ساتلو په موخه په سویس کې یو امانتي صندوق جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه