Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اقتصادي ودې په موخه په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېدل

د افغانستان اقتصادي ودې په موخه په کابل ښار کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان د دې نندارتون د پرانیسې په مراسمو کې وايي، له خصوصي سکټور څخه به ملاتړ وکړي.

د دوی په وینا، د سوداګرۍ د ودې لپاره به په بهر کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي: «په‌دې هیله یوو چې یوه ورځ دا ډول نندارتونونه په عربي هېوادونو تر څنګ په چین او منځنۍ اسیا هېوادونو کې هم ولرو.»

بل‌خوا د حکومت د رسنیو د مرکز رییس وایي، اقتصادي ځان‌بسیاینې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د هېواد د صنعت برخه پیاوړي شي.

د حکومت د رسنیو د مرکز رییس انعام الله سمنگانی زیاتوي: «د دې وخت رارسېدلی چې موږ په خپلو مټو متکي شو او خپل صادرات ډېر کړو او په خپلو کورنیو تولیداتتو باور وکړو.»

بل پلو یو شمېر ګډونوال دغه راز نندارتونونه د سوداګرۍ د ودې او خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ګټور بولي.

یو سوداګر عزیزالله وايي: «ډېره زیات تاثیر لري، ځکه موږ کورني او بهرني لېدونکي لرو او له دې سره کېدای شي چې د افغانستان صنعتي توکي بهرنیو هېوادونو ته هم لاړ شي.»

د نندارتون ګډونواله ارزو رامین وايي: «زموږ سوداګرو لاسي توکي راوړي او په خپلو لاسونو یې جوړوي او دلته یې راوړي چې په‌ دې کې لباس او زیورات دي.»

دغه نندارتون د دريېو ورځو لپاره جوړ شوی دی او سوداګرو پکې په نږدې دوه سوه غرفو کې خپل محصلات نندارې ته اېښي دي. په دغه نندارتون کې مېرمنو هم ګډون کړی او خپل لاسي صنایع پلوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان د دې نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وايي، له خصوصي سکتور څخه به ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه