Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوش تېپې د کانال د لومړني فاز کار ۲۵ سلنه مخته تللی

د ملي پراختیا شرکت وايي، د هېواد په شمال کې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز کار ۲۵ سلنه بشپړ شوی دی.

د دغه شرکت د شمېرو له مخې، په دغه کانال کې دوه زره او شپږ سوه ماشينونه او څه باندې څلور زره کارکوونکي په کار بوخت دي او دا مهال د دغه کانال په څه باندې سلو برخو کې کار روان دی.

د ملي پراختيا شرکت ولايتي مسوول فريد عظيم وايي:«د قوش تیپې کانال په هېواد کې یو له مهمو پرمختیایي پروژو څخه دی چې د مرحوم سردار داوود خان د جمهوریت پر مهال پلان شوی و.»

د قوش تېپې د کانال د لومړۍ برخې پر جوړولو اته مېلیارده افغانۍ لګښت راځي او دغه پيسې به له ملي بودیجې څخه، خو د دویمې او درېیمې برخې بودیجه به د کانونو په ځانګړي ډول د دره صوف کان له پلوره ورکړل شي.

د ملي پراختیا شرکت وايي چې د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي.

د ملي پراختيا شرکت عمومي مسوول عبدالرحمن عطاش وايي:«په افغانستان کې دا به اولين ځل وي، چې موږ يو معياري زراعت ته ځو. د دې کار لپاره که چېرې موږ غواړو افغانستان غذايي مصوونيت پيدا کړي، بايد موږ يې اول علمي کړو، بيا يې صنعتي کړو او بيا يې تجارتي کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د قوش تيپې کانال به افغانستان اقتصادي خود کفايي ته نږدې کړي او له بهرنيو هېوادونو د غلې دانې واردات به راکم کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل:«که د قوش تپې کانال ورغول شي، نو زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه کړي او افغانستان به ځان بسياينې ته نږدې شي.»

اوس مهال د قوش تيپې کانال په لومړۍ برخه کې له ۲۰۰ څخه زیات شرکتونه په کار بوخت دي او ځینې یې د کار د زياتوالي له امله د شپې له لوري هم خپلې چارې پر مخ وړي.

د قوش تيپې کانال په لومړۍ برخه کې له ۲۰۰ څخه زیات شرکتونه په کار بوخت دي او ځینې یې د کار د زياتوالي له امله د شپې له لوري هم خپلې چارې پر مخ وړي.

تصویر بندانگشتی

د ملي پراختیا شرکت وايي، د هېواد په شمال کې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز کار ۲۵ سلنه بشپړ شوی دی.

د دغه شرکت د شمېرو له مخې، په دغه کانال کې دوه زره او شپږ سوه ماشينونه او څه باندې څلور زره کارکوونکي په کار بوخت دي او دا مهال د دغه کانال په څه باندې سلو برخو کې کار روان دی.

د ملي پراختيا شرکت ولايتي مسوول فريد عظيم وايي:«د قوش تیپې کانال په هېواد کې یو له مهمو پرمختیایي پروژو څخه دی چې د مرحوم سردار داوود خان د جمهوریت پر مهال پلان شوی و.»

د قوش تېپې د کانال د لومړۍ برخې پر جوړولو اته مېلیارده افغانۍ لګښت راځي او دغه پيسې به له ملي بودیجې څخه، خو د دویمې او درېیمې برخې بودیجه به د کانونو په ځانګړي ډول د دره صوف کان له پلوره ورکړل شي.

د ملي پراختیا شرکت وايي چې د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي.

د ملي پراختيا شرکت عمومي مسوول عبدالرحمن عطاش وايي:«په افغانستان کې دا به اولين ځل وي، چې موږ يو معياري زراعت ته ځو. د دې کار لپاره که چېرې موږ غواړو افغانستان غذايي مصوونيت پيدا کړي، بايد موږ يې اول علمي کړو، بيا يې صنعتي کړو او بيا يې تجارتي کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د قوش تيپې کانال به افغانستان اقتصادي خود کفايي ته نږدې کړي او له بهرنيو هېوادونو د غلې دانې واردات به راکم کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل:«که د قوش تپې کانال ورغول شي، نو زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه کړي او افغانستان به ځان بسياينې ته نږدې شي.»

اوس مهال د قوش تيپې کانال په لومړۍ برخه کې له ۲۰۰ څخه زیات شرکتونه په کار بوخت دي او ځینې یې د کار د زياتوالي له امله د شپې له لوري هم خپلې چارې پر مخ وړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه