Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښار جوړونې وزارت: هند، افغانستان کې د خپلو پروژو بشپړولو ته لېواله دی

د کور او ښار جوړونې وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د هند سفارت شارژدافیر ویلي دي چې هند په افغانستان کې ځينې پراختیا پروژې بیا پيل وي.
  
د افغانستان لپاره د هند شارژدافیر دغه موضوع د کور او ښار جوړونې وزارت له سرپرست سره کړي او زیاته کړې ده چې هند له افغانستان سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي:«کومې پروژې چې دوی په تېر حکومت کې پلې کړې وي، خو هغه د سیاسي تحولاتو او یا هم د ځینو نورو ستونزو له کبله په ټپه ولاړې وي. دې پروژو ته دوی لېوالتیا لري، چې بشپړې يې کړي او ګټې اخیستنې ته يې وسپاري.»

د دې وزارت مسوولین زیاتوي، کابل کې د هند سفارت شارژدافیر ویلي دي، نوی ډهلي له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي:«دوی خو دا غوښتل، چې د هند او افغانستان اړیکې د پخوا په شان دوستانه اوسېږي. دوی هم غواړي، چې دا اړیکې خرابې نه شي او لا پیاوړې شي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د پراختیايي پروژو په عملي کولو سره افغانانو ته کاري زمینه برابرېږي او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغیزمن رول لوبوي.

 د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر وویل:«دغه پروژې د دې باعث کېږي، چې د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او همدارنګه د عوایدو کچه ډېره او کولای شي، چې افغانستان له اقتصادي او سیاسي انزوا څخه وباسي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل هم څرګنده کړه:«د دغو  پروژو بېرته پیلول یا شروع کول هم په هېواد کې د بېکارۍ او هم د فقر کچه راکمولی شي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د هند شل نیمګړې او نوې پراختیايي پروژې به د هېواد په غزني، غور، بدخشان، پروان، بامیان، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې بشپړې شي.

کور او ښآر جوړونې وزارت د ویاند په وینا، نو ډيلي لېوالتیا لري چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ۱۲ نیمګړو پروژو کار له سره پيل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه