Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر سوداګر پکتیکا کې د جلغوزو مناسب بازار له نه‌شتوالي شکایت کوي

د پکتيکا ولايت د جلغوزيو سوداګر او کاروباريان په‌دې ولايت کې د جلغوزيو د بازار له نه‌شتوالي شکايت لري.

دوی وایي، د تېر کال ډېر جلغوزي د بازار نه‌شتوالي له امله په ګدامونو کې خراب شوي او لا هم د خرابېدو په حال کې دي.

د جلغوزيو سوداګر یعقوب منظور وايي: «له سوداګرو او اوسنیو چارواکو مو دا غوښتنه ده چې د مارکېټ او بازار موندنې برخو ته ډېره پاملرنه وکړي او له سوداګرو سره په همغږۍ مخ ته لاړ شي.»

یو بل سوداګر محمد صدیق وايي: «له اسلامي امارت خو دا غوښتنه ده چې موږ ته ازاد بازار پیدا کړي، څو خپل مالومه په‌کې وپلورو.»

یو بل سوداګر نجیب‌الله زیاتوي: «هغه سوداګر چې مالومه پېري، یوه کیلو په ۲۵۰۰ کلدارۍ اخلي چې لس برابره زیان یې خلکو ته اوړي.»

د جلغوزيو کاروباريان وايي، د پکتيکا په مارکټ کې د تېر کال سربېره سږني هم ډېر جلغوزي پاتې او د ساتنې لپاره یې مناسب ځای هم نه لري، که ورته مارکيټ پيدا نه‌شي د له منځه تلو په حال کې دي.

د جلغوزیو پلورونکی خیال محمد وايي: «له موږ او نورو کسانو سره د تېر کال جلغوزي هم پاتې دي او ډېر زیات دي. شاوخوا ۱۵ یا ۲۰ زره ټنه زاړه مواد پاتې دي، همداراز ۲۰ زره ټنه کوچني جلوزي له موږ سره پاتې دي.»

یو بل پلورونکی نادر وايي: «که د تېر کال مالونه او د سږ کال دي، ټول پاتې دي، که ډېر صادي شوي وي، څلور نیم یا پنځه زره ټنه جلوزي پلورل شوي.»

بل خوا د پکتيکا ولايتي مسوولان بيا وايي، هڅه کوي چې د پکتیکا جلغوزي له هېواده د باندې، په ځانګړې توګه چین هېواد ته صادر کړي.

د پکتيکا ولايت وياند ثنا الله معصوم وايي: «موږ هڅه کړې چې جلغوزیو لپاره نړیوال بازار پیدا کړو. په‌دې اړه ځینې وخت له مرکز سره هم اړیکه نیسو، هغوی هم ډاډ راکړی دی.»

د پکتیکا د ډيری ولسواليو غرونه په جلغوزيو پوښلي او د خلکو عايداتي سرچینې همدا غرونه دي خو سږ کال د جلغوزيو د حاصلاتو کمښت او د پلور لپاره يې د بازار نشتون دوی له ستونزو سره مخ کړي دي‌.

د جلغوزيو کاروباريان وايي، د پکتيکا په مارکټ کې د تېر کال سربېره سږني هم ډېر جلغوزي پاتې او د ساتنې لپاره یې مناسب ځای هم نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه