Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ژمي کې د هېواد اقتصادي وضعیت د ناوړه کېدو په اړه خبرداری

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په یوه راپور کې په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په راتلونکي ژمي کې به اقتصادي بحران نور هم زیات شي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ښځو د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د خوړو د مصونیت د وضعیت د بدېدو اصلي لامل د اقتصادي رکود له امله د عوایدو نشتوالی دی او دغه وضعیت د پرلپسې وچکالیو او کمو حاصلاتو له امله لا پسې بد شوی دی.»

د امریکا د سولي انسټېټیوټ د راپور له مخې، ملګرو ملتونو له یوه کال راهیسې ۱٫۸ مېلیارډ ډالره افغانستان ته استولي او په وینا یې د افغانستان اقتصادي ثبات د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو په ګډون پر نورو مرستو تکیه دی.

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «کومې مرستې چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې له افغانستان سره شوي، د پیسو ارزښت او بانکونو د ستونزو په حل کې اغېزناکې ثابتې شوي او له بده مرغه په افغانستان کې د بې‌وزلۍ په کمولو کې اغېزناکې نه‌دي ثابتې شوي.»

د امریکا د سولې انستیتیوت ویلي، په کاري ځواک کې د ښځو د مشارکت کچه په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې له ۱۶ سلنې ۴۵ سلنې ته لوړه شوې؛ خو ورسره جوخت د ښځو د بېکارۍ کچه لوړه شوې او په وینا یې نجونې او ښځې د دندو په لټه کې دي.

یو شمېر ښځې وايي، په کاري ځواک کې د ښځو حضور کولی شي د کورنیو او آن د هېواد د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي.

ښوونکې رحیمه وايي: «ښځې د ټولنې نیمه برخه ده، د کورنیو په اقتصادي ودې او کومې وړتیاوې چې لري، په‌دې برخو کې باید ترې کار واخیستل شي.»

یوه سوداګره نازنین نوري زیاتوي: «هرې برخې ته باید لاسرسي ولري، رول دې یې ډېر شي، غوره خبره ده چې د هېواد په اقتصاد کې کولای شي مرسته وکړي.»

تر دې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، دمګړۍ یو زیات شمېر افغانان د خوراکي او سون توکو د پېرلو وس نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه