Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک د مس عینک کان چارو د پیلولو لپاره بانکي اسانتیاوې برابروي

د افغانستان بانک وايي، د لوګر د مس عینک کان د کار د پیل لپاره به بانکي اسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې له چینایي «اېم‌سي‌سي» شرکت سره خبرې کړې دي.

دغه بانک په خپل ټویټر لیکلي: «د عینک د مسو کان د پروژې د چارو د بیا ځلي پیل او په‌دې برخه کې د بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک مشرتابه د ام، سي، سي استازو ته ډاډ ورکړ چې، د ټولو ملي پروژو د تطبیق لپاره به لازمې مالي او بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «د مس عینک پروژه هم اقتصادي او هم تاریخي ارزښت لري، د دې تر څنګ به دا پروژه د افغانستان په اقتصادي وده هم مثبت تاثیر وکړي.»

د دې بانک د مسوولانو په وینا، د چینايي شرکت مسوولانو د دې بانک له چارواکو سره په لېدنه کې د دې اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال یو شمېر اقتصادي کارپوهان د لوګر مس عینک کان پروژې پلي کېدل د هېواد د عایداتو د زیاتوالي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځ‌ته کولو کې مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یقعوبي زیاتوي: «که د چین له اېم‌سي‌سي شرکت سره حکومت د ستونزو حل ته رسېدلی وي او استخراج خنډونه لرې شوي وي، په ډاډ سره ویلای شو چې دا د کان د استخراج په برخه کې یو لوړ او ارزښتمن ګام دی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی اصف ننګ وايي: «یو مقدار یې اوس هم ستونزه لري، خو که بانکي سېسټم ورته برابرېږي، باید د افغانستان ټولو پروژو ته بشپړ سېسټم برابر شي.»

تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي، د لوګر د عینک د مسو کان د استخراج لپاره د برېښنا د برابرولو په موخه د بامیان د ډبرو سکرو یو کان د چین ام، سي، سي شرکت ته ځانګړی کړی دی.

د لوګر د عینک د مسو د پروژې تړون په ۲۰۰۸ کال کې د چین له ام، سي، سي شرکت سره لاسلیک شو، خو د نږدې یوې نیمې لسیزې په تېرېدو سره لا هم د دغې پروژې چارې نه دي پیل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه