Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د هوايي دهلیز له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی

د مالیې وزارت د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو او وارداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل زیاتوي چې له ۱۵ میاشتو راهیسې یوازې د کارګو له لارې کابو ۸ مېلیارده افغانۍ واردات او د ۴ اعشاریه ۳ مېلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.

ښاغلي حقمل وویل:«په تېرو ۱۵ میاشتو کې د ۷،۸ مېلیارد افغانیو په ارزښت د افغانستان د هوايي کارګو له لارې توکي وارد شوي دي. مالیې وزارت له دې لارې ۹۵۰ مېلیونه عواید راټول کړي دي.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له اتو میاشتو راهیسې د هوايي دهلیزونو له لارې د غالیو، جلغوزې، هېنګ او لاسي صنایعو په ګډون ۸۰۰ ټُنه سوداګریز توکي هند او چین ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«په تېرو اتو میاشتو کې د هوايي دهلیز له لارې هند او چین ته زموږ صادرات وو. کابو ۶۰۰ ټنه توکي مو د هوايي دهلیز له لارې چین ته صادر کړي او د یوه خصوصي شرکت له لارې کابو ۲۰۰ټنه صادرات مو هندوستان ته وو، همدارنګه نورو هېوادونو ته مو د دوبۍ له لارې صادرات لرل.»

له بل لوري یو شمېر سوداګر وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو اړتیا ه چې، دغه ډول هوايي دهلیزونه اروپايي هېوادونو ته هم جوړ شي.

سوداګر محبوب الله محمدي څرګندوي:«هوايي دهلیز زموږ د هېواد د سترو سوداګریزو فرصتونو برخه ده. البته په هره کچه چې موږ صادراتي فرصتونه د هوايي دهلیزونو له لارې هندوستان، چین او عربي، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته زیات کړو، په هماغه اندازه زموږ پر صادراتو مستقیمې اغېزې لري.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې ۵ زره ټُنه جلغوزې د هوايي دهلیزونو له لارې صادرې شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه