Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا پرچاوۍ له ډېرېدو د پلازمېنې اوسېدونکو شکایت

یو شمېر کابل ښاریان په پلازمېنه کې د برېښنا پرچاوۍ له ډېرېدو شکایت کوي او زیاتوي، د برېښنا نه‌شتوالي د دوی ستونزې ډېرې کړي او له چارواکو غواړي چې په پلازمېنه کې برېښنا برابره کړي.

د دوی په وینا، دمګړۍ په خپلو کورونو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا لري.

کابل د نړۍ په کچه یو له هغو پلازمېنو څخه دی چې هر کال د هوا په سړېدو سره په‌کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي.

د کابل اوسېدونکی عزیزي وايي: «لکه څنګه چې پوهېږئ، ژمی دی، ټول د بخارۍ او کور تودولو لپاره برېښنا ته اړتیا لري، خو برېښنا نه‌وي. ټول له سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی نوراني وايي: «موږ له سختو سره مخ یوو. د یو ساعت لپاره برېښنا راځي، نور څلرویشت ساعته برېښنا نه‌وي.»

د برېښنا کموالي د کارخونو پر تولیداتو هم منفي اغیز کړی دی.

د کابل د کانونو او صنایعو خونه وايي، که اسلامي امارت او په ځانګړې توګه برېښنا شرکت د صنعتي پارکونو برېښنا برابره نه کړي؛ نو ښايي یو شمېر نورې کارخونې هم وتړل شي.

د صنایعو او کانونو خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «له هرې ممکنه لارې چې کېږي، باید لږ تر لږه صنعتي پارکونو ته څوارلس ساعته برېښنا ورکړل شي، څو له بازار سره سیالي وکړای شو.»

له بل لوري د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان په وارداتي برېښنا کې د تخنیکي ستونزو له امله اوس له کورنيو سرچینو خلکو ته په ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته برېښنا برابروي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي زیاتوي: «په ټوله کې موږ اوس‌مهال کولای شو، هستوګنیزو ساحو ته د ورځې دوه ساعته او دوه ساعته د شپې له‌خوا برېښنا ورسوو او همداراز دولتي دفاترو ته یوه اندازه برښنا رسوو او د دې تر څنګ صنعت کارانو ته لس ساعته برېښنا ده.»

د افغانستان څه باندې ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه راواردېږي او افغانستان د برېښنا د وارداتو له اړخه هر کال صادروونکو هېوادونو ته څه باندې ۲۵۰ مېلیونه ډالره ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه