Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې په رڼه توګه د مالیې په راټولولو او د پانګوالو پرامنیت د ا.ا ټینګار

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مالي جریمو معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ په غونډه کې وايي، په مالیه ورکونه کې باید داسې روڼتیا رامنځته شي، چې نه د اسلامي امارت عواید زیانمن شي او نه هم پر سوداګرو او پانګوالو بې ځایه مالیه وضع شي.

ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو بشپړ امنیت تامین دی.

ملا عبدالغني برادر وویل:«اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د سر، عزت او مال ساتنه يې مسوولیت دی.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې مالیه پرته له ځنډه په خپل وخت سره ورکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«په راتلونکې کې زموږ او ستاسو اخلاقي مسوولیت دی، چې د ماليې وزارت له لوري وضع شوې مالیه په شفاف او په ټاکلي وخت سره ورکړو.»

بل خوا ماليې وزارت وايي، تېرو شپاړس میاشتو کې په ګمرکونو کې له سوداګرو مالي جریمو راټولې شوې نږدې یو مېلیارد افغانۍ به بېرته سوداګرو ته ورکړل شي.

د ماليې وزارت سرپرست هدایت الله بدري څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او مسوولینو تل هڅه کړې، چې په هېواد کې د سوداګرۍ او صنعت د پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې او د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي.»

د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید هم وايي:«موږ د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په ګمرکاتو کې کومې جریمې چې اخیستي دي دا ټولې امانت پرتې دي او د اصولو سره سم سوداګر کولای شي خپلې جریمې واخلي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تر اوسه پورې ۵۰ زره جوازونه له دې وزارت سره ثبت شوي، چې د جوازونو ترلاسه کوونکي ډېری شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي.
 
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې مالیه پرته له ځنډه په خپل وخت سره ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه