Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د هند ځنډول شویو پروژو د بیا پیلېدو احتمال

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هند پنځه سوه پروژې د بېلابېلو دلایلو له امله ځنډول شوې دي.

د دې راپورونو پر بنسټ، نوی ډیلی تمه لري چې د دې پروژې د کار د بیا پیل لپاره څو پروګرامونه جوړ کړي.

 د هند د بهرنیو چارو وزارت خپرې شوې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «په‌دې اړه بېلابېل وړاندیزونه تر ارزونې لاندې دي. په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله د دغو پروژو عملي کېدل ټکنۍ شوې دي.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت په افغانستان کې د نیمه کاره پروژو د بشپړولو لپاره د هند له پرېکړې هر کلی کوي او وايي، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د هند اړوند پروژو چارې تر ۷۰ سلنې مخته تللي، خو په وینا یې د ځينو ستونزو له امله لا تر اوسه نه دي بشپړې شوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «پراختیايي پروژې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل کېږي او هم خلکو ته کار موندنه کېږي او د دې تر څنګ بې‌وزلي او بې‌روزګاري له منځه وړي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې په افغانستان کې د هند د پروژو د چارو په سرته رسېدو سره به له سیمې سره د افغانستان اړیکې ښې شي او ورسره به هېوادوالو ته د کار زمینې هم برابرې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان وايي: «په دې صورت کې چې هند غواړي په افغانستان کې خپلې پروژې پیل کړي، دا کولای شي په هېواد کې خلکو ته کار پیدا کړي او د افغانستان عاید ورسره هم لوړ شي.»

تر دې مخکې د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي، نوی ډهلي لېواله دی چې، په افغانستان کې خپلې ۱۲ نیمه کاره پروژې بشپړې کړي.

له دې سره سم، اقتصاد وزارت په افغانستان کې د نیمه کاره پروژو د بشپړولو لپاره د هند له پرېکړې هر کلی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه