Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راتلونکی کال په افغانستان کې د سختې لوږې په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا «اوچا» په یوه راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشت پورې به په افغانستان کې ۲۰ مېلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.

اوچا همداراز زیاتوي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د راپور په یوې برخه کې لیکل شوي: «۲۰ میلیونه کسان به د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې له شدیدې لوږې سره مخ شي او همداراز ۴ میلیونه میندې او ماشومان به له خوارځواکۍ سره مخ شي. په دغه هېواد کې بد اقتصادي وضعیت د عوایدو د کمښت، د پورونو او د بېکارۍ د ډېرېدو لامل شوی او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله خلک خپل ۷۱ سلنه عواید د خوراکي توکو پر اخیستو لګوي.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۲۰۲۲ کال کې د بې‌ځایه شویو د شمېر لوړېدو ته اندېښنه څرګنده کړې ده. انټوني ګوترېش ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې سولې ته اړتیا ده؛ څو ورسره په ټوله نړۍ کې خلک په سوکالۍ، ارامتیا او مناسبه فضا کې ژوند وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان بې ځایه شوي دي. له اوکراینه نیولې بیا تر افغانستان او همداراز کانګو او له هغې ورهاخوا، خلکو خپلې مېنې پرېښي او د ښه ژوند په تمه نورو هېوادونو ته تللي دي. په دې کال کې ۱۰۰ میلیونه کسان د جګړو، وچکالیو، د ځنګلونو د سوځېدو، بې وزلۍ او لوږې له امله کډوال شوي دي.»

د اوو ماشومانو مور ذکیه چې مېړه یې ۶ کاله مخکې پر نشه‌يي توکو روږدی شوی، وايي، دوه زامن یې د کابل په بازارونو کې پلاسټیکونه خرڅوي؛ خو دومره نه ګټي چې ژوند یې پرې وچلېږي.

بې‌وزله ذکیه وايي: «ماشومان مې راته وايي، مور ژر کوه، یو څه راته پیدا کړه چې وې خورو، اقتصاد مو ډېر خراب دی.»

د ذکیې زوی فیروز وايي: «هره ورځ پلاستیک پلورلو ته ځم، ځینې وخت کار وي، ځینې وخت نه‌وي. ځینې وخت چې کار وي، ۴۵ یا پنځوس افغانۍ کار کوم.»

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: «له اوسني حکومت او نړیوال بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده، هغه پانګونې چې کولای شي خلکو ته کار پیدا کړي، له موږ سره دې مرسته وکړي.»

تر دې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت له امله اندېښنه ښودلې ده. د دې کمېټې د راپور له مخې، په افغانستان کې ډېری خلک د خوراکي او سون توکو د پېرلو وس نه لري.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۲۰۲۲ کال کې د بې‌ځایه شویو د شمېر لوړېدو ته اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه