Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې له ډبرو سکرو د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته د چین لېوالتیا

د افغانستان برښنا شرکت وايي، چینايي سوداګرو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دې شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د چین د سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان د برېښنا شرکت له رييس سره په کتنه کې په افغانستان کې له ډبرو سکرو د استفادې له لارې د برېښنا پر تولید د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې.

د افغانستان برېښنا شرکت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «د افغانستان برېښنا شرکت او د چین لوري ګډ تخنیکي پلاوي به د ګډو ناستو له لارې پر ټولو مواردو خبرې او څېړنې وکړي او وروسته به تر لاسه شوې پایله د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ درانه مقام ته وړاندې شي.»

له دې سره سم، د کابل اوسېدونکي د برېښنا د پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او وايي، د برېښنا کمښت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د وسپنې ویلې کولو کارخونو د ټولنې اجرایو رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: «د ستونزو او یا د برېښنا د کموالي له کبله نه یوازې زموږ تولیدي برخه له ستونزو سره مخ شوې ده، ان د کورونو د روښانولو لپاره هم د برېښنا له ډېرې پرچاوۍ سره مخ یوو.»

د کابل اوسېدونکی نوید وايي: «د برېښنا پرچاوي ستونزه ډېره ده، خلک د سون توکي نه‌لري، که برښنا نه‌وي، زموږ ستونزې لا ډېرېږي ان تر دې چې موږ خپل موبایل هم نه‌شو چارجولی.»

د برېښنا شرکت په وینا، افغانستان شاوخوا ۱۶۰۰ میګاواټه برېښڼا ته اړتیا لري؛ خو یوازې ۳۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او پاتې نور یې له منځنۍ اسیا او ایرانه راوارديږي.

د ویلو ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د وارداتي برېښڼا د قرارداد د لاسلیک او همداراز د ۳۵ میلیونه ډالرو پور ورکړې په موخه ازبېکستان ته سفر کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه