Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان اقتصادي ننګونې او فرصتونه

نړیوال بانک د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۹مه راپور ورکړ چې د افغانستان ناخالص تولید به د روان کال تر پایه له ۳۰ څخه تر ۳۵ سلنې پورې کم شي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په امنیت شورا کې ویلي، په افغانستان کې شل مېلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او د هېواد ۹۷ سلنه خلک په بې‌وزلۍ کې شپې-ورځې تېروي.

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس مارتین شوئپ د ۲۰۲۲ نومبر په ۱۲مه ویلي: «موږ ډېری افغانان وینو چې په رښتیا مجبور دي چې د خپلو کورونو وسایل وپلوري، څو خپل ژوند پرې وچلوي او  سون توکي برابر کړي او ورسره جوخت، د خوراکي او نورو اړینو توکو له لوړې بیې سره هم مخ دي.»

د افغانستان ناخالص تولید د تېرو کلونو پرتله په ځلونو کم شو. نړۍوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان ناخالص کورني تولیدات څه باندې پنځه مېلیارډ ډالره کم شوي دي.

د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک د دفتر مشره مېلنډا گوډ د اکټوبر په ۱۹مه وویل: «افغانستان له لویو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې د خلکو پر ژوند یې په ژوره توګه اغېز کړی دی. د نړيوال بانک له لوري د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راپور ښيي چې اوس‌مهال د افغانستان اقتصاد د پخوا پرتله په ځلونو محدود شوی دی.»

په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د سېلابونو شاهد وو. ویجاړوونکو سېلابونو،  د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو کرنېزو ځمکو، بڼوڼو او ان کورونو ته جدي زیان ورساوه.

سربېره پر دې، د ۲۰۲۲ کال د جون پر دوه ویشتمه په پکتېکا ولایت کې زلزلې ځایي اوسېدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله گیانوال وايي: «په‌دې کې خلکو ته ډېر مالي او ځاني نقصان رسېدلی دی، ګڼ شمېر کورونه وران شوي دي.»

د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو له دې زلزلې وروسته له نړۍوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له مرستندویه هېوادونو وغوښتل چې بشري چارې له سیاسي مسایلو سره و نه‌تړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د سپټمبر په لومړۍ وویل: «هره موضوع او هر ګام چې بشري مرستې اغېزمنوي او پر اقتصاد منفي اغېزه کوي، بیا هم خلک اغېزمنېږي، دا بشري مسایل باید په هر هېواد کې له سیاسي مسایلو جلا شي. په ټوله نړۍ کې موږ د دې غوښتونکي یوو چې دا باید له سیاسي مسایلو جلا وي.»

د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اکټوبر په شلمه ویلي: «کوم وزارتونه چې اړوند وزارتونه دي هغوی دې اوس هم لاس په کار شي خپله هستي او نیستي دې ټولو ولایتونو کې ځای پر ځای کړي، چې کومو ولایتونو کې د پېښو خطر موجود دی هغه ځای کې دې لا ډېر متوجه شي.»

په ۲۰۲۲ کال کې د ځینو ملي پروژو چارې هم پیل شوې. د قوش تېپې کانال یو له دغو پروژو وو چې کار یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۳۰مه پیل شو.

د ملي پراختیا شرکت ولایتي مسوول فرید عظیم د اکټوبر په ۲۵مه په‌دې اړه ويلي: «د قوش تیپې کانال په هېواد کې یو له مهمو پرمختیایي پروژو څخه دی چې د مرحوم سردار داوود خان د جمهوریت پر مهال پلان شوی و.»

د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۲۷مه په هلمند کې د کجکي بند دویمه برخه هم پرانېستل شوه.

یوه ترکي شرکت ۱۰۰ میګاواټه برېښنا ته د دې بند پر ظرفیت لوړونې ۱۶۰ مېلیونه ډالره پانګونه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د جولای په ۲۷مه په‌دې اړه وايي: «شپه او ورځ هلې ځلې کوي، په ځانګړې توګه د اقتصادي پلانونو او پروګرامونو په هکله چې دغه هېواد د اقتصاد په برخه کې په خپلو پښو ودرېږي او د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاص شي.»

د افغانستان د هوايي ډګرونو د خدماتي چارو تړون هم په دې کال کې پای‌ته ورسېده.

د هوايي ډګرونو ټول تړونونه د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته وسپارل شول او ترکي-قطري شرکت چې د یادو تړونونو د تر لاسه کولو لپاره له اماراتي شرکت سره سیالۍ کولې، له دغو تړونونو بې‌برخې شول.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده د سپټمبر په اتمه په‌دې اړه وویلي: «د دې پروژې له پلي کېدو سره به د الوتکو مصونیت له دې پلوه خوندي او د پروژې د لومړي پړاو له پلي کېدو وروسته به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل شي.»

په تېر زېږیز کال کې د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهر کې ګڼ نندارتونونه جوړ شول. د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ میاشت کې د امام ابو حنیفه ملي او نړۍوال نندارتون په کابل کې پرانېستل شو.

په تېر زېږیز کال کې د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهر کې ګڼ نندارتونونه جوړ شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه