د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي چې په بلخ ولایت کې د ځينو تاریخي ابدو د ورانېدو د مخنیوي لپاره د قوش تېپې کانال مسیر به بدلون وکړي.
دوی زیاتوي چې دغه تاریخي ابدې په کلار او دولت اباد ولسوالیو په منځ کې د دغه کانال په مسیر کې واقع شوې دي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، د قوش تېپې کانال چارې په ۱۲۰ سیمو کې روانې دي او دمګړۍ په دې پروژه کې نږدې ۵۹۰۰ کسان کار کوي.
د قوش تېپې کانال د پروژې مسوول انجنیر فرید عظیم وايي:«هغه سیمې چې د کانال د کیندلو په مسیر کې زموږ له لرغونو سیمو سره مخامخ کېږي طبعاً چې د تاریخي ابدو ساتنه زموږ د کلتور او پېژاند برخه ده او موږ تر وروستي حده کوښښ کوو چې زموږ لرغونو سیمو ته هېڅ زیان ونه رسېږي.»
د ملي پراختیا شرکت مسوولین د دغه کانال د بدلولو لګښت شاوخوا درې مېلیونه افغانۍ یادوي. دوی زیاتوي، د کانال د کېندنو او سربند د جوړولو چارې به په شپږو راتلونکو میاشتو کې پایته ورسېږي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، د قوش تېپې کانال چارې په ۱۲۰ سیمو کې روانې دي او دمګړۍ په دې پروژه کې نږدې ۵۹۰۰ کسان کار کوي.
بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال د پروژې مسوول زیاتوي:«د اوبو ذخیره کولو ساحه او د پروژې سربند او دویم لوی پلونه چې د حیرتان - بلخ د سړک په اوږدو کې او همدارنګه د اسفالت په سړک یو پل په پام کې نیول شوی او هم د رېل پټلۍ لپاره.»
له دې سره سم، د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دغه ولایته د کانال په تېرېدو سره به د سیمې د خلکو کرنیزې چارې او اقتصاد وغوړيږي.
د جوزجان اوسېدونکی عبداللطیف وايي:«که چېرې د قوش تېپې کانال له جوزجان تېر شي دا د خلکو د اقتصاد او کرنې لپاره ډېر ښه دی.»
د جوزجان بل اوسېدونکی عبدالرشید هم څرګندوي:«له یوې خوا د بې کارۍ مخه نیسي او بلخوا کرنه او مالداري مخته ځي. خلک چې د اوبو او ځمکې څېښتن شي، کرنه وده کوي.»
د قوش ټېپې کانال د هېواد په کچه یوه له لویو پروژو شمېرل کېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې افغانستان د غنمو او نورو غله جاتو له اړخه پر ځان بسیاینې ته نږدې شي.