Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سيګر راپور: د افغانستان د کانونو پراختیا لپاره د امریکا پروژه ناکامه وه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارنیزه اداره یا سیګر په خپل تازه راپور کې، د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره د امریکا پروژه ماتې خوړلې اعلان کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د کانونو د کشف او څېړنو لپاره کابو یو مېلیارد ډالر پانګونه کړې ده؛ خو دغې پانګونې مطلوبه پایله نه ده ورکړې.

د راپور پر بنسټ دغه پانګونه له ۱۳۸۲ کال څخه تر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال پورې ترسره شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي:«امریکا په تېرو څه باندې ۱۷ کلونو کې د خپلو هڅو او د سلګونو مېلیونو ډالرو له لګښت سره، په افغانستان کې د ډېرو ننګونو سره سره په دې بریالۍ نه شوه، چې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی آصف ننګ وايي:«د کانونو په سکټور کې څه باندې یو مېلیارد ډالر پانګونه وشوه؛ خو مطلقاً د فساد ښکارنده، په تکراري بڼه له واکونو او د کانونو له تړون څخه ناوړه استفاده او د هغه فسخه کېدل، د دې لامل شول چې په دې برخه کې پانګونه بې پایلې پاتې شي.»

په دې راپور کې راغلي، چې فساد، د کانونو غیرقانوني کېندنه، د امنیت او زیربناوو نشتوالی او نور هغه لاملونه وو، چې افغانستان يې د کانونو په صنعت کې له ناکامۍ سره مخ کړی.

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، که د افغانستان کانونه په سمه توګه وکېندل شي، د هېواد اقتصاد به وده وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي نازکمیر زیارمل وویل:«که چېرې دغه کانونه په مسلکي او بنسټیزه توګه استخراج شي د استخراج شویو توکو پروسس په هېواد کې وشي او دغه توکي په پخه بڼه له هېواده بهر ته صادر شي، کولای شي چې افغانستان د صنعتي کېدو په لور بوخي او د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي.»

د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر هم څرګندوي:«که چېرې ټاکل شوي وي د افغانستان له کانونو ښه او ډېره استفاده وشي غوره به وي چې یوه متخصصه او تجربه لرونکې ډلې په دې برخه کې وګومارل شي چې د افغانستان کانونه بیا مطالعه کړي.»

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د دوه سترو کانونو تړونونه له بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوي. د لوګر د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې له ام سي سي کمپنۍ سره لاسلیک شوی او له هغه وروسته د امو سیند د نفتو د حوزې تړون د چین د نفتو له ملي شرکت سره لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه