د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د پیازو پر لوړې بیې نیوکې کوي او وايي، په بازارونو کې د پیازو بیه درې برابره لوړه شوې ده چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوی په خبره، دمګړۍ یو من پیاز په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي او په وینا یې ډېری خلک یې د پېرلو وس نهلري.
د کابل اوسېدونکی توریالی وايي: «د پیازو بیه ډېره لوړه شوې ده. د خلکو بېوزلي او بېروزګاري ورځ تر بلې ډېرېږي او بېوزلو خلکو ته د پیازو اخیستل ستونزمنه خبره ده.»
د کابل یو بل اوسېدونکی بریالي وايي: «پېرل یې ټولو ته مالوم دي، ماته بېخي ستونزمنه ده چې کراچۍ لرم او په څلور سوه افغانۍ یو من پیاز اخیستل، که کومه کیلو واخیستلای شم.»
له دې سره سم، د پیازو یو شمېر پلورونکي وايي، پرلهپهسې وچکالیو او وروستیو سېلابونو په هېواد کې د پیازو پر حاصلاتو منفي اغیز کړی دی.
د پیازو پلورونکی عبدالشکور زیاتوي: «که پخوا له یوې ځمکې ۵۰۰ منه پیاز اخیستل کېدل سږ کال ترې ۲۰۰ منه واخیستل شول. سږ کال بارانونو ټول پیاز خراب کړل.»
له بل لوري د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، په روان هجري- لمریز کال کې د افغانستان ډېری پیاز پاکستان ته صادر شوي او په وینا یې د همدې چارې له امله اوس په هېواد کې یې بیه لوړه شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي: «د پیازو د بیې اصلي مساله دا ده چې په پاکستان کې کرل شوي، ټول له منځه تللي، پاکستان ته تقاضا ډېره وه او د افغانستان ټول پیاز پاکستان ته صادرېدل او نن دلته هم تقاضا شته او عرضه نهشته.»
له دې رسه سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، دمګړۍ د هېواد د اړتیا وړ ډېری پیاز له قرغیزستان، ازبېکستان او هندوستانه هېواد ته راوړل کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «له ازبکستان او قرغزستان څخه مالونه لږ وروسته راځي، ځکه د سالنګ لاره د واورې د ورښت له امله تړل شوې او بیې یو څه لوړې شوې دي. موږ له پاکستان څخه د پیازو واردول د دې ستونزې له امله رامنځته شوی چې اوس له پاکستان سره د پیازو واردول د دې ستونزې په هواري کې مرسته ده، دا ستونزه به هواره شي او بیا به بیې راټیټې شي.»
د کرنې او مالدارۍ خونې د مالوماتو له مخې، کروندګر د سړوخونو د نشتوالي له امله خپل محصولات په هماغه وخت کې په ارزانه بیه پلوري او بیا په ژمي موسم کې وارداتي پیاز په لوړه بیه پر خلکو خرڅېږي.
په دې اړه مو اندونه