Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې په اماراتو کې د مېشتو افغان سوداګرو شورا یو پلاوی کابل ته سفر وکړي

ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو پلاوی د خپلو ستونزو په اړه خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د افغان سوداګرو د شورا مشر حاجي عبیدالله صدرخیل وایي، افغان سوداګرو په متحده عربي اماراتو کې له لس مېلیارډ ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا حاجي عبیدالله صدرخیل په‌دې اړه وايي: «یو هیات وټاکو چې دغه هیات به د سوداګرو باسلاحیته هیات وي او افغانستان ته به لاړ شي او د سرپرست حکومت له مشرانو سره به زموږ د ستونزو په اړه خبرې وکړي او ان‌شاء الله دې ستونزو ته به د حل لاره پیدا شي.»

په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر عزت‌الله نیازی وايي: «دغه ناستې چې د افغانستان سوداګرو د شورا له لوري جوړېږي، د هغو ستونزو، خنډونو او مشکلاتو لپاره چې افغان پانګه‌وال ورسره لاس او ګرېوان دي، یوه مناسبه د حل لاره ورته پیدا کړي.»

په متحده عربي اماراتو کې یو شمېر افغان سوداګر وايي، د پاسپورټ او ویزې اخیستو په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر احمد شاه حجازي وايي: «دا اوس د ویزو ستونزه ده، ویزې نه‌شته، اکثره کسان چې هلته په افغانستان کې پاتې دي، پاسپورټونه ورسره نه‌شته او دلته چې دي، د هغوی پاسپورټونو موده ختمه شوې ده او د ویزو ډېر سخت مشکل دی.»

له دې سره سم، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، اسلامي امارت باید پانګوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي؛ څو ورسره د هېواد په کانونو او کرنې برخو کې پانګونې وشي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی معاون سخی احمد پیمان وايي: «په اماراتو او نورو هېوادونو کې چې زموږ سوداګر دي، که هغوی خپلې پانګې افغانستان ته راوړي، هم به یې هېوادنی پور ادا کړی وي او هم په هېواد او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.»

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د مالوماتو له مخې، په دغه هېواد کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي او سوداګرو یې بیا په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه