په کندهار کې د یو شمېر فارمونو مسوولان وایي، پهدې ولایت کې د هندۍ وزو او اسټرالیایي چرګانو د نسل ساتنه زیاته شوې او تولیدات یې هم خورا ښه دي.
ګلابي، مکي چیني او راجپوري د هندۍ وزو نسل دی چې له یوه کال راهیسي کندهار ته راوړل شوي او د مسوولانو په وینا د شېدو تر څنګ تر ۸۵ کیلو پورې غوښه هم کوي.
د فارم مسوول عتیقالله وايي: «دلته یې په شپږ سوه افغانۍ ورکووي، که چېرې داسې مشکلات شي، بیا یې په شپږ نیم سوه تر اووه سوه افغانۍ پورې د دې قیمتونه رسېږي.»
د فارم کارکوونکی محمد طاهر زیاتوي: «خلک یې په دې ډېر خوښوي چې ډېر ښه تولید دی، ښې ډېرې هګۍ کوي او وزې پهدې خاطر راولي چې شیدې یې ډېرې دي او بچیان هم ډېر زېږوي.»
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د همکارو موسسو په همکارۍ یې د چرګانو او وزو د ساتنې په برخه کې ګڼ شمېر کسان روزلي چې په دغه ولایت کې له فارمونو د تولیداتو په برخه کې اغیزمن تمام شوي.
د مالدارۍ چارو کارپوه محمد الله نوري وايي: «یو ډول چرګان یې تر درې کولونو پورې هګۍ کوي او وزې چې یې دي، دوه ځلې لنګېږي او ډېرې شېدې کوي او بچیان ډېر راوړي.»
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ چارو امر محمد حامد زیاتوي: «زموږ توصیه ورته دا ده چې داسې وزې او حیوانات راوړي چې هغوی بل ځای کې نتیجه ورکړې وي او دوی یې په روزنه پوه شي.»
کندهار ته د بهرنیو چرګانو او وزو تر څنګ دا مهال شترمرغ، هوسۍ، طاووس او نور ډول ډول مرغان راوړل شوي څو نسلونه یې لا زیات شي.
په دې اړه مو اندونه