Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر اقتصادي حوزې د بګرام هوايي ډګر بدلولو لپاره د اقتصاد وزارت طرحه

د اقتصاد وزارت وايي، په اقتصادي ډګر د بګرام هوايي ډګر بدلولو لپاره لومړنۍ څېړنې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د بګرام هوايي ډګر د پراخ مساحت له امله د اقتصادي ډګر لپاره مناسب دی. د هغه په وینا، د دغاه کار د ترسراوي لپاره لومړنۍ طرحې چمتو شوې دي.

ښاغلي نظري وویل:«دبګرام هوايي ډګر د اقتصادي حوزو لپاره مناسب ارزول شوی، ځکه له یوې خوا اقتصادي پراختیا لري او له بل لوري له مطلوبو او پرمختللو امکاناتو برخمن دی.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دغې طرحې په هرکلي سره وايي، دغه هوايي ډګر د هېواد صنعتي پارکونو ته ډېر نږدې دی او ورسره به د کورنیو تولیداتو پر ودې هم مثبت اغېز وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«بګرام تولیدي کارخونو او صنعتي پارکونو ته چې دوه درې پارکونه دي. هم تر ټولو نږدې هوايي دګر دی. د دې سربېره زموږ تازه مېوې او سبزۍ چې تولیدېږي په پروان، کاپيسا او پنجشېر ولایتونو کې دي.»

د ویلو ده چې، امریکايي ځواکونو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې له بګرام هوايي ډګره د خپلې نظامي اډې په توګه کار اخیست.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د بګرام هوايي ډګر د پراخ مساحت له امله د اقتصادي ډګر لپاره مناسب دی.

تصویر بندانگشتی

د اقتصاد وزارت وايي، په اقتصادي ډګر د بګرام هوايي ډګر بدلولو لپاره لومړنۍ څېړنې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وایي، چې د بګرام هوايي ډګر د پراخ مساحت له امله د اقتصادي ډګر لپاره مناسب دی. د هغه په وینا، د دغاه کار د ترسراوي لپاره لومړنۍ طرحې چمتو شوې دي.

ښاغلي نظري وویل:«دبګرام هوايي ډګر د اقتصادي حوزو لپاره مناسب ارزول شوی، ځکه له یوې خوا اقتصادي پراختیا لري او له بل لوري له مطلوبو او پرمختللو امکاناتو برخمن دی.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دغې طرحې په هرکلي سره وايي، دغه هوايي ډګر د هېواد صنعتي پارکونو ته ډېر نږدې دی او ورسره به د کورنیو تولیداتو پر ودې هم مثبت اغېز وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«بګرام تولیدي کارخونو او صنعتي پارکونو ته چې دوه درې پارکونه دي. هم تر ټولو نږدې هوايي دګر دی. د دې سربېره زموږ تازه مېوې او سبزۍ چې تولیدېږي په پروان، کاپيسا او پنجشېر ولایتونو کې دي.»

د ویلو ده چې، امریکايي ځواکونو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې له بګرام هوايي ډګره د خپلې نظامي اډې په توګه کار اخیست.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه