Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په بازارونو کې د زړو بانک‌نوټونو پر شتون د خلکو نیوکه

د کابل ښار يو شمېر هټيوال او اوسېدونکي وايي، لا هم په بازار کې ډېر زاړه بانک‌نوټونه شته او بايد د افغانستان بانک يې راټولولو ته پاملرنه وکړي.

دوی وايي چې د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو وېش کولای شي چې په راکړه ورکړه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د کابل اوسېدونکی شعیب  وايي:«په بازار کې ټولې زړې او له کاره لوېدلې پیسې دي، ځینې وخت چې مشتري یا هټۍ‌وال ته پیسې ورکوې نه یې اخلي یا یې هغوی موږ ته راکوي، موږ یې نه اخلو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد موسی زیاتوي: «پیسو ته باید پاملرنه وشي، ځکه دې ته پاملرنه نه کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه د سل مېلیونه نویو چاپ شویو افغانانو وېش کافي نه‌ګڼي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وايي:«زما هیله دا ده چې د افغانستان بانک دغه لړۍ جاري وساتي، سل مېلیونه افغانۍ د مارکېټونو لپاره کفایت نه‌کوي؛ بلکې دا په تدریجي ډول باندې که د دې نتیجه ښه وه، نورې هم مارکېټ ته عرضه کړي.»

له بلې خوا، د افغانستان بانک وايي، د بازار د اړتیا پر بنسټ به نوي بانک‌نوټونه بازار ته ووېشي او زاړه بانک‌نوټونه به راټول کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري  وايي:«له څه مودې راهیسي خلک په بازارونو کې اندېښمن و چې په زړې پیسې ډېرې شوي، د افغانستان بانک د امکاناتو په برابرولو سره سوداګریزو بانکونو ته د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.»

اخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له هېوادوالو غواړي چې د نویو چاپ شویو افغانیو ساتنې ته دې پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«له خپلو هېوادوالو غواړو چې پیسې سمې وساتي، په بټوه کې یې وساتي او هټۍوال دې هم ورسره احتیاط وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی شایسته په‌دې اړه زیاتوي:«باید خپلې پیسې په جیب یا بټوه کې وساتي او لندې نه‌شي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، تر اوسه د نویو چاپ شویو افغانیو دوه کڅوړې افغانستان ته رارسېدلي او دغه افغانۍ د فرانسوي او پولنډي شرکتونو له لوري چاپ شوې دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له هېوادوالو غواړي چې د نویو چاپ شویو افغانیو ساتنې ته دې پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه