Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا پرچاوۍ ډېرېدل؛ د کابل ښاریانو د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړې

په روان ژمي کې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو وروسته له لمریزې برېښنا کارول ډېر شوي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرله پسې پرچاو کېدو دوی اړ کړي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له لمریزې برېښنا کار واخلي.

د کابل اوسېدونکی ضل الله فیاض وايي: «په سولر مو ۱۲ زره افغانۍ لګښت کړی دی، بېټرۍ او ښيښه مو اخیستې، موبایل پرې چارجوو او د شپې له خوا پرې د کور ګروپونه روښانه کوو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وقار شگیوال زیاتوي: «په کابل کې برېښنا ډېره خرابه ده، موږ اړ شولو چې سولر واخلو او استفاده ترې وکړو. دا موږ ته کولای شي موبایل پرې چارج کړو او د روښنايي لپاره ترې ګټه واخلو.»

له دې سره سم، په کابل کې د سولر پلورونکي وايي، په پلازمینه کې له لمریزې برېښنا د استفادې په کچه کې ډېروالی راغلی او په وینا یې د تېر پر تله یې اوس کاروباره ښه شوی دی.

سولر پلورونکی اقدس وايي: «د تېرو کلونو پرتله د سولر بازار ښه شوی دی، ځکه چې برېښنا نه‌شته او د هغو خلکو چې اقتصاد ښه دی، له سولر نه ګټه اخلي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له لمر څخه د انرژۍ د تولید په برخو کې له پانګونو خبر ورکوي او زیاتوي چې، دغه بنسټ په پکتیکا کې له لمر څخه د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژه اعلان ته وړاندې کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژي برنامو رییس انجنیر فرهاد محمودي وايي: «د اوبو او انرژۍ وزارت به ډېر ژر په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پنځه پروژې د پانګونې لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مځې، افغانستان له لمر څخه د ۲۲۲ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او دغه وزارت په هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې له ترکي، چینايي او نور هېوادونو اړوندو شرکتونو سره پر خبر لګیا دی.

په کابل کې د سولر پلورونکي وايي، په پلازمینه کې له لمریزې برېښنا د استفادې په کچه کې ډېروالی راغلی او په وینا یې د تېر پر تله یې اوس کاروباره ښه شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه