د حیرتان-مزارشریف د وسپنۍ پټلۍ له تړل کېدو وروسته یو شمېر سوداګر وایي، له دې لارې به د توکو د لېږد بندېدل د هېواد د راکړې ورکړې لړۍ زیانمنه کړي.
دغه سوداګر خبرداری ورکوي، که له یادې لارې د توکو لېږد بیا پیل نهشي، په بازارونو کې به د توکو بیې لوړې شي.
یو سوداګر عبدالغني وايي: «لاره چې بنده وي، بیې لوړېږي، که لاره پرانیستې وي، له ځمکنۍ لارې ارزانه، ښه او مناسبه پرېوځي.»
یو بل سوداګر شایسته گل زیاتوي: «که د یوې یا دوه اوونیو پر لړ کې یا له دې ډېره دا پروسه دوام پیدا کړي، موږ لپاره به ډېره ستونزمنه وي او زموږ بیې به هم ډېرې لوړې وي.»
د وسپنې پټلۍ اداره وايي، ازبکستان د دې وسپنۍ پټلۍ د خدماتي چارو لپاره د ۶۵ متخصصینو پر رالېږلو ټینګار درلود، خو کله چې د افغانستان له لوري د ازبکستان دغه غوښتنه رد شوه؛ نو دغه لاره یې د هېواد د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ وتړله.
د دې ادارې ريیس ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغه لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانېستل شي.
د وسپنې پټلۍ ادارې رییس بختالرحمن شرافت زیاتوي: «په نوي قراردا کې پنځه شپېته کسان رالېږدلي دي، موږ ورسره یو اورګاډی منلی و چې له غلبې تر حیرتان به انتقالات وکړي، دوی نوې غوښتنه کړې د دوه اورګاډو غوښتنه کړې ده او دا زموږ لپاره ډېره مالي خصاره ده او زموږ له توانمندي څخه وتلې خبره ده او ډېر ژر به حل شي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې حیرتان بندر د هېواد په کچه یو له مهمو بندرونو دی او په تړل کېدو سره به یې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر ټکنی کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «که د دې لاړل تړل کېدل دوام پیدا کړي، کولای شي په اقتصادي اړیکو غېز وکړي، د سوداګریزو توکو لړۍ به ورسره کمه شي.»
د اسلامي امارت ویاند بیا له سوداګرو غواړي چې د دې لارې تر پرانېستل کېدو پورې د اقینې بندر له لارې خپلې وارداتي چارې سرته ورسوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هېواد ته ډېری سوداګریز توکي د حیرتان وسپنې پټلۍ له لارې راواردېدل، خو اوس دغه بهیر بند شوی دی.