د حيرتان-مزارشريف اورګاډي پټلۍ له تړل کېدو وروسته د تورغونډۍ له لارې د افغانستان صادرات او واردات ډېر شوي دي.
د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوراکي توکو پنځوس واګونونه د دې پټلۍ له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د دې ادارې ویاند عبدالسمیع درانی وايي: «تېره ورځ د تورغونډۍ بند له لارې پنځوس واګونه تجارتي توکي هېواد ته وارد شوي دي چې مجموعي وزن یې ۳۳۶۰ مټرک ټنه دی او لویه برخه یې خوراکي مواد دي.»
ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان سوداګر د هېواد د څلورو بندرونو له لارې له منځنۍ اسیا او روسیې سره راکړه ورکړه لري او په وینا یې دغه بندرونه د ټرانزیت پر مخ هم فعال دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «ګمرکي ستونزې چې پخوا وې، اوس نهشته، هم مرکزي اسیا کولای شي سویلي اسیا ته ټرانزیټ وکړي او هم د سویلي اسیا هېوادونه کولای شي له کومې ستونزې پرته نېغ په نېغه ټرانیزيټ وکړي.»
یو سوداګر عبدالغني احدي وايي: «د تخلیې او بارولو په برخه کې چې کومې ستونزې دي، زموږ هیله ده چې دا ستونزې حل شي او واګون د تمول باید له درې ورځو څخه اووه ورځو پورې سوداګر معاف کړای شي.»
له بل لوري د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت له روسیې سره له داسې یوې هوکړۍ خبر ورکړی چې له مخې به یې د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یو نوی دهلیز جوړ شي.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د خپرې شوې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «ښکېلو لورو د روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د څو اړخیز لېږد رالېږد د دهلېز او ټرانزیټ د ظرفیت په تړاو چې، روسیه به له سویل ختیځې او سویلي آسیا سره نښلوي خبرې کړې دي.»
له څو ورځو راهیسې ازبېکستان د حیرتان د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر درولی دی.
د هېواد د وسپنې پټلۍ اداره وايي، په روانه اوونۍ کې به د سرپرست حکومت یو پلاوی د حیرتان- مزارشریف د وسپنې پټلۍ د فعالیتونو د بیا پیل په موخه ازبېکستان ته ولاړ شي او په دې تړاو به یوه هوکړه هم لاسلیک شي.
په دې اړه مو اندونه