Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت واشنګټن ته: د افغانستان د شتمنیو موضوع مه سیاسي کوئ

اسلامي امارت له واشنګټنه غواړي چې د افغانستان د اسعاري شتمنیو موضوع دې نه سیاسي کوي او ژر تر ژره دې دغه شتمنۍ ازادې کړي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر، د دغه هېواد د استازو او سنا جرګو ته په یوه لیک کې، د افغانستان د اسعاري شتمنیو په هکله خپل فرمان غځولی دی.

د جوبایډن په لیک کې راغلي دي:«ما پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او په افغانستان کې د ژور اقتصادي سقوط د احتمال په پام کې نیولو سره، د ۱۴۰۶۴ په اجرایي فرمان کې اعلان شوی ملي بېړنی حالت دوام ومومي.»

اوس اسلامي امارت د افغانستان د شتمنیو په تړاو د جوبایډن د فرمان د غځېدو په غبرګون کې وایي، چې د افغانستان اوه مېلیارده ډالره چې د امریکا له لوري کنګل شوي دي، د افعانستان په خلکو پورې اړه لري او باید دغه شتمنۍ ازادې کړای شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اسعاري زېرمې یا د افغانستان د خلکو شتمني چې د امریکا له خوا غصب شوې د افغانستان د خلکو مال دی او له هغه سره باید سیاسي چلند ونه شي، موږ د دې غوښتونکي یوو چې غصب شوي مالونه ازاد کړي او د افغانستان د خلکو امانت ضایع نه کړي. په دې برخه کې د تمدید یا نورې غوښتنې ځای نه لري. غوره ده چې مسوولان اقدام وکړي.»

بل خوا د مالیې وزارت په هېواد کې د اقتصادي ناورین لامل د افغانستان د شتمنیو له کنګل کېدو سره تړي او وایي، چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید د هېواد شتمنۍ د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«زموږ تر ټولو بنسټيزه او اصلي ستونزه زموږ د شتمنیو کنګل پاتې کېدل دي او زموږ پر بانکي سیسټم محدودیت دی، که‌چېرې دغه پیسې کنګل نه وای او د مرکزي بانک په واک کې وای، زموږ اقتصادي وضعیت به په ځلونو ښه وای.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان د شتمنو نه آزادېدو د هېواد پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند په دې هکله څرګندوي:«ډېری ستونزې چې زموږ سوداګر ورسره مخ دي یا یې پیسې به بانکونو کې بندې پاتې دي او عمده علت یې دا دی چې د افغانستان د خلکو د اسعاري زېرمې په خپل واک کې یې نه دي.»

د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فبروري پر ۱۱ مه د امریکا ولسمشر په یوه فرمان کې د هېواد اوه میلیارډ ډالره شتمني په دوو برخو ووېشله چې درې اعشاریه پنځه مېلیارډ ډالره یې بشري مرستو او بله برخه یې د سپټمبر د ۱۱ د پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړه.

د امریکا ولسمشر، د دغه هېواد د استازو او سنا جرګو ته په یوه لیک کې، د افغانستان د اسعاري شتمنیو په هکله خپل فرمان غځولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه