Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیګار وروستي راپور ته د مالیې وزارت غبرګون

مالیې وزارت د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) د راپور په غبرګون کې وايي، دې وزارت له مرستندویه بنسټونو څخه د فعالیت جوازونه او اداري لګښتونه نه راټولوي او دغو بنسټونو ته اداري، مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي.

تر دې مخکې سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي وو چې د اسلامي امارت د مالیې وزارت له مالي مرسته کوونکو بنسټونو پیسې ټولوي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل  په‌دې اړه وايي: «مالیې وزارت ټولو هغو نجوګانو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي، مکمل مالیاتي معافیت ورکړی دی، هېڅ ډول اداري مصارف ورڅخه نه اخیستل کېږي. یو ناچیز لایسنس (جواز) فیس ترې اخیستل کېږي چې هغه هم په ټوله نړۍ کې د اصولو او قوانینو مطابق دی.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په‌دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان تر بل هر وخت مرستې ته اړتیا لري او باید اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی  میر شکیب میر وايي: «له بده مرغه په اوسني وخت کې افغانان له جدي اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او دې ته په پام سره باید له افغانانو سره د نړیوالو مرستې دوام پیدا کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي زیاتوي: «په افغانستان کې باید اړتیاوو ته په کتو باید فرصتونه ډېر شي او په اوسني وخت کې چې ژمی هم دی او د افغانانو توامندي هم کمه ده، اړتیا ده چې د مهمو او کلیدي مرستندویه بنسټونو حضور په پام کې ونیول شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي چې سرپرست حکومت له هغو مرستو نه چې د امریکا متحده ایالونو له لوري برابرېږي، عاید تر لاسه کوي او هېڅ تضمین نه‌شته چې دغه مرستې اړمنو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه