Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې په بازارونو کې په بې سارې توګه د پیازو د بیې لوړېدل

د کابل په بازارونو کې د پیازو بیه د تېر کال پرتله په بې سارې توګه لوړه شوې او د پلازمېنې د اوسېدونکو اندېښنې یې را پارولي دي.

د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې دم‌ګړۍ یو من پیاز له ۴۰۰ افغانیو په لوړه بیه پلورل کېږي.
                 
د کابل اوسېدونکی احمد زبیر وايي:«یوازیني شیان چې ارزانه وو پياز او کچالو وو، فعلاً موږ نه شو کولای چې دا وپېرو دا ستونزمنه ده.»
                       
د کابل بل اوسېدونکي فواد هم وویل:«یو چارک پیاز ۱۵۰ افغانۍ کېږي یا ۱۴۰ افغانۍ کېږي دا چې پېرو دوه یا درې ورځې کېي اړ یوو چې دوه ورځې وروسته پیاز وپېرو.»

بل خوا ځينې پیاز پلورونکي وایي، چې سږکال ورښتونه، سېلابونه او د کېمیاوې سرې لوړوالی په بازارونو کې د پيازو د بیو د لوړېدو لاملونه دي.
                
پیاز پلورونکی حاجي عوض علي وايي:«کود مود نشته، اوبه نشته ستونزې زیاتې دي د هېڅ بنسټ له خوا له خلکو سره مرسته نه ده شوې.»
                             
بل پیاز پلورونکی حکم خان هم څرګندوي:«زیات سېلابونو او دغو خبرو هم تاثیر کړی وچکالي هم وه، بیا زموږ حاصلات پاکستان ته دې صادر شول زموږ فعلاً له هنده واردات لرو.»

بل خوا د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې سږکال د هېواد ډېر پياز پاکستان ته صادر شوي دي.
                      
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل:«پیاز یې په ځمکه کې خثا کړل موږ وتوانېدو چې په ټول افغانستان کې ۶۰ تر ۷۰ سلنې پیاز تولید کړو چې په هغه تولید کې هم صادارت لرل او د پیازو د لوړې بیې لامل پاکستان دی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د هېواد د پیازو د ساتلو لپاره دغه وزارت کروندګرو ته د معیاري سړو خونو د جوړولو په هڅه کې دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«اسلامي امارت د سړو خونو پر جوړولو په جدي توګه کار کوي چې په راتلوونکي کال کې د حاصلاتو له کموالي سره مخ نه شوو، هم دولت او هم خصوصي سکټور د سړوخونو پر جوړولو کار کوي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې، کروندګر د سړو خونو د نشتوالي له امله د پيازو په ګډون خپل کرنیز محصولات د راټولولو پر مهال په ټيټه بیه پلوري او افغانستان د ژمي په موسم کې پياز له نورو هېوادونو نه په لوړه بیه واردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه