Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د نړیوال بانک پروژو د بیا پیلیدو لپاره د مالیې وزارت هڅې

د نړیوال بانک له ریاسته د ډېوېډ مالپاس د ګوښه کېدو له اعلان وروسته، د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وایي، د یاد وزارت له‌خوا په افغانستان کې د نړیوال بانک پروژو د چارو د بیا پیلېدو لپاره هڅې دوام لري.

مالیې وزارت زیاتوي، نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، کلیو د پراختیا او نورو برخو کې مرسته کوي او دې برخو کې یې د ځینو پروګرامونو کار پیل کړی دی.

د دې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «ځینې پروژې شته چې چارې یې ۹۰ تر ۹۵ سلنې بشپړې شوي. له کومې ورځې چې اسلامي امارت راغلی، مالیې وزارت په تېره د پالیسي معینیت هڅه کوي او له ټولو مالي ملاتړ کوونکو سره په اړیکه کې دی، څو هغوی (نړیوال بانک) دې ته راضي کړي چې په لومړي ګام کې خپلې نیمګړې پروژې پیل کړي.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي له تېرو شلو کلونو راهیسې له افغانستان سره د نړۍوال بانک مرستې مهمې بولي او وايي، د دغه بانک په رهبرۍ کې بدلون به د امریکا پر مالي موخې څه اغیزې و نه‌کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «نړیوال بانک د افغانستان د پروژو یو له سترو تمویل کوونکو څخه و او پخوا یې هم ډېر ستر کارونه کړي او په ټوله نړۍ کې خپلې اغېزې لري.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه سیر قریشي وايي: «نړیوال بانک په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اقتصاد کې ستر رول ادا کړی.»

د امریکا د مالیې وزیر په نړۍوال بانک کې د ښاغلي مالپاس څلور کلن ماموریت ستایلی او ویلي یې دي چې هغه د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په ګډون کم عاید لرونکو هېوادونو ته ډېر مهم کارونه کړي.

د نړۍوال بانک ريیس ډېوېډ مالپاس د خپل دوره يي ریاست له بشپړېدو یو کال مخکې استعفا ورکړې ده. ۶۶ کلن مالپاس په ۲۰۱۹ کال کې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې پر مهال د نړۍوال بانک د رئیس په توګه ګومارل شوی وو.

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي له تېرو شلو کلونو راهیسې له افغانستان سره د نړۍوال بانک مرستې مهمې بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه