Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي حنفي: اسلامي هېوادونه دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې د اسلامي هېوادونو له پانګوالو غوښتې دي چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج، د انرژۍ د تولید او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.

دغه سازمان په دې هکله ویلي:«په دې غونډه کې د بشري بدلونونو او د افغانستان د وضعیت په تړاو د اجرایي کمېټې د وروستۍ بیانیې د تعقیبولو په تړاو خبرې وشوې.»

بل خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي همکاریو سازمان د مرستو د وړاندې کولو لپاره یو تخنیکي پلاوی افغانستان ته راشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«هغوی غواړي د افغانستان له خلکو سره د انکشافي پروژو په هکله مرسته ولري او په دې برخه کې ښايي د هغه په وینا یو تخنیکي او مسلکي پلاوی افغانستان ته راشي.»

بل خوا د اقتصاد وزارت مرستیال وایي، چې اسلامي هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګنده کړه:«اسلامي هېوادونه له اسلامي امارت سره همکار دي او په بېلابېلو برخو کې، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بشرپاله مرستو په برخو کې همکاري لرلې ده.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«د افغانستان د اقتصاد د ودې په برخه کې د عربي، ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ونډه کولای شي چې له ځانګړې اهمیته برخمن وي، په هر سکټور کې چې پانګونه وشي له شک پرته کولای شي چې د کار او اشتغال زمینه برابره کړي.»

د روان لمریز کال د لړم په ۲۲مه، په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان دفتر د سعودي عربستان په ملاتړ پرانیستل شو او د دغه دفتر د جوړېدو موخه په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانانو سره مرسته بلل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه