Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالیې وزارت: پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول کم شوی

مالیې وزارت وايي، د خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۵۰ تر ۷۰ سلنې راکم شوی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د ۱۴۰۱ کال په ۱۱ میاشتو کې مالیې وزارت سوداګرو ته په ګمرکونو کې د ۶ مېلیارډ او ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټه رسولې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول له پنځوس څخه تر اوویا سلنې پورې راښکته کړ چې د همدې تخفیف په سبب د هېواد په بازارونو کې نرخونه نسبت د سیمې هېوادونو ته ډېر ښکته او ثابت دي.»

سوداګر زلمی عظیمي وايي: «دا چې اسلامي امارت حاکمیت تر لاسه کړ، د افغانستان مالیې وزارت دا تصمیم ونیوه چې د لومړنیو خوراکي توکو تعرفې کمې کړي؛ نو واقعیت خبره خو دا ده چې د افغانستان شریفو خلکو لپاره دا ډېره زیاته ګټور ثابت شو.»

 له دې سره سم، یو شمېر هټۍوال وايي، د ګمرکي محصول د راکمېدو له امله په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې رالوېدلې دي.

هټۍوال نعمت‌الله وايي: «له اسلامي امارت مو غوښتنه ده چې ګمرکي محصول نور هم کم کړي، ځکه مالونه ورسره ارزانه کېږي، کله چې د ګمرک محصول لوړ وو، یوه بوجۍ اوړه ۲۲۰۰ افغانیو ته رسېدلي وو.»

یو بل هټۍوال احمد زیاتوي: «محصول یې د رمضان مبارکې میاشتې لپاره معاف کړی، دا دې د تل لپاره معاف کړي.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د خوراکي توکو له لوړې بیې شکایت لري.

د کابل یو بل اوسېدونکی شیرزاد زیاتوي: «موږ ارزاني غواړو، نه کار شته او نه غریبي، دوه کاله وشول چې بې‌کاره یم.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری خوراکي توکي له پاکستان، ایران او د مرکزي آسیا هېوادونو راواردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه