Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صدرخېل: د پیسو د لېږد د ستونزې په هکله مې له نېکلاسون سره خبرې وکړې

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وایي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره یې د توکو د پېرلو لپاره د بانک له لارې د پيسو د لېږد په برخه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په تړاو خبرې کړي دی.

ښاغلي صدرخېل ویلي چې سوداګر د خوراکي توکو د پېر لپاره د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

حاجي عبیدالله صدر خېل طلوع نیوز ته وویل:«د پيسو ټرانسفر و چې د بانکونو له لارې بهر ته موږ پیسې نه شو استولی او خوراکي توکي یا لومړني توکي چې په بهر کې له کمپنیو پېرل کېږي، پیسې نه شو استولی. دا ستونزې ورسره شریکې کړې او دویمه دا چې په اروپا کې چې د خصوصي بانکونو  ۲۳۰ مېلیونه ډالره کنګل شوي او ۵۰۰ مېلیونه ډالره په امریکا کې د خصوصي بانکونو کنګل شوي، په دې هکله مې هم ورسره خبرې وکړې.»
               
اخوا، د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې بانکي ستونزې د دې لامل شوې دي، چې سوداګر ونه کړای شي، له نړۍ سره په سمه توګه راکړه ورکړه وکړي.
                
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي:«پر نړۍوالې ټولنې مو غږ دا دی چې تاسو د افغانستان خصوصي سکټور تر شکنجې لاندې نیولی. تاسو د افغانستان خصوصي سکټور تر بندیز لاندې نیولی. باید دلیل یې پیدا شي او نړۍواله ټولنه باید خصوصي سکټور ته ستونزې رامنځته نه کړي.»

بل خوا، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې بانکي ستونزو په هېواد کې د خوراکي توکو پر بیو ناوړه اغېز کړی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی اذرخش حافظي هم څرګندوي:«د لومړنیو توکو لپاره هغه پیسې چې موږ یې غواړو واستو، په ډېر سوکه او پڅوالي سره استول کېږي او د انتقالاتو بیه هم لوړه ده. نو د بیو دغه لوړوالی په ټول کې په بازار کې د توکو پر بیه منفي اغېز لري.»

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، په څه باندې یو نیم کال کې تر۷۰۰ زرو زیاتو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او  د توکو د پېرلو لپاره د خلکو د توان کچه راکمه شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه