د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ډاډ ورکوي، چې د ټاپي پروژې په وړاندې هڅ کومه ستونزه نشته. او دمګړۍ په هرات ولایت کې د دغې پروژې په مسیر کې د ځمکو استملاک کار روان دی.
د کانونو وزارت دغه چارواکی وايي، د دې سترې سیمهییزې پروژې عملي کېدو لپاره له ترکمنستان سره خبرې روانې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ضیاالرحمن اریوبي وايي:«د ټاپي پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې دي او اوسمهال په استملاک، لګښتونو او نورو برخو کې يې کارونه روان دي، چې د دې پروژې پر وړاندې هېڅ ستونزه شتون نه لري.»
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې له ۷۰ تر ۸۰ پورې کوچني کانونه په کابل او ولایتونو کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او له ۴۰۰ ډېرې کاني سیمې او ظواهر په ابتدایی توګه سروې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال زیاته کړه:«د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچني مقیاس له ۷۰ تر ۸۰ پورې کانونه چې مرمر، خام ګچ، تراورتین، فلورایت، مالګه، سرب او جست او نور په کې شامل دي، داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کانونو له برخې څه باندې ۱۷ مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تر ټولو ډېر عواید د ډبرو سکرو له درکه ترلاسه شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:«موږ د تېر کال په لړ کې له ۱۷ مېلیارده او ۴۸۷ مېلیونه افغانۍ ډېر عواید راټول کړي دي، چې له ټاکل شوي هدف څخه درې مېلیارده زیات راټول شوي دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو رییس محمد رسول عقاب هم وايي:«موږ د تېر ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په لړ کې د ۱۴ مېلیارده افغانیو په ارزښت د ډبرو سکرو صادرات بېلابېلو هېوادونو ته درلودل.»
د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د هېواد د ډبرو سکرو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او د هېواد د ډبرو سکرو ډېره برخه پاکستان ته صادر شوي دي.