د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستیو ورښتونو سره ښايي په راروانو کلونو کې د وچکالۍ اغیزې کمې شي.
د دې وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، سرپرست حکومت د وچکالیو له امله رامنځته کېدونکو احتمالي بېړنیو حالاتو ته بشپړ چمتوالی لري.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «سږ کال چې کوم موجوده بارانونه دي او واورې ورېدلي، موږ الله پاک ته امید لرو چې افغانستان به سږ کال، لکه څومره چې اټکل کېده، دومره به له وچکالۍ سره مخامخ نهشي او تر ډېره بریده به د وچکالۍ مخه نیول شوې وي.»
خو په پلازمېنې او یو شمېر ولایتونو کې ځيني کروندګر د پرلهپسې وچکالیو له امله، سږ کال هم د حاصلاتو کمېدو ته اندېښمن دي.
کروندر ستاناشان وايي: «نه له بنده او نه له سینده موږ ته اوبه راځي او دلته چې کومې څاهګانې وې، هغه هم ټولې وچې شوې دي.»
یو بل کروندګر غلام علي زیاتوي: «تېر له حده ډېره وچکالي وه، تر ۲۵ ورځو پورې مو ځمکو ته اوبه ور نهکړای شوې، سږ کال هم خدای ته مالومه ده چې څه به کېږي.»
د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو لامل په وروستیو کلونو کې د هېواد د اوبو نه مدیریت ګڼي.
د دې خونې مرستیال وايي، که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوي بندونه جوړ شي، افغانستان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال میرویس حاجيزاده زیاتوي: «له بده مرغه زموږ اوبه له مدیریت پرته ګاونډیو هېوادونو ته ځي، پخوا هم ډېرې زیاتي تللي. که د قوشتېپې کانال، کمال خان بند او د کونړ پر سیند لویې ویالې هم په معیاري ډول جوړې شي، افغانستان له وچکالۍ سره نه مخ کېږي.»
د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې له بارانونو او واورو ۸۰ مېلیارډ مټرمکعبه اوبه تر لاسه کوي او کلنۍ لګښت یې تر ۲۵ مېلیارډ مټرمکعبه پورې رسېږي.
په دې اړه مو اندونه