د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۱۴۰۱ کال کې په هېواد کې د پانګونو په برخو کې د ښځو حضور ۶۶ سلنې ته لوړ شوی.
د دې وزارت ویاند زیاتوي، په اقتصادي او پانګونو برخو کې د ښځو حضور کولی شي د بېوزلۍ او فقر پر راکمولو مثبت اغیز وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اخوند زاده عبدالسلام جواد وايي: «د تېر کال پرتله په ۱۴۰۱ کال کې د پانګونې برخه کې په هېواد کې ۶۶ سلنه ډېروالی راغلی دی. په ۱۴۰۱ کال کې ټولټال ۶۴۱ مېرمنو د سوداګرۍ او پانګونې جواز تر لاسه کړی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ کال کې ټولو ۳۸۵ ښځو جوازونه تر لاسه کړي وو.»
د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانې وايي، له هېواده بهر د سوداګرو ښځو لپاره د نندارتونونو د جوړولو په تړاو هڅې روانې دي.
د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییسه سلما یوسفزی وايي: «د نندارتونونو جوړول دي، موږ غواړو هوايي کرښې یا هوايي دهلېزونه یې پر مخ پرانیزو او همداراز توانېدلي یوو چې له هېواده بهر د ښځو لپاره نندارتونونه جوړ کړو.»
یو شمېر متشبثې ښځې له اسلامي امارته غواړي چې په سوداګریزو چارو کې ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
متشبثه عاقله وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې د سوداګرو مېرمنو برخې ته ډېره پاملرنه وکړي، څو موږ وکولای شو، پر ځان بسیا شو.»
یوه بله متشبثه بيبي شیرین وايي: «ښځې د پرځېدو په حال کې دي، مخکې راسره سلو ښځو کار کاوه، اوس شل ښځې شوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لهمخې، دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۸ زره ښځې په اوو سکټورونو کې فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه