Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت زیاتوالی

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت زیاتوالی موندلی او دم‌ګړۍ د کابل په بازارونو کې یو ډالرو په څه کم ۸۵ افغانیو پلورل کېږي.

دغه ټولنه زیاتوي چې د افغانیو ارزښت نه یوازې د ډالر بلکې د نورو اسعارو پر وړاندې هم لوړ شوی دی.

په کابو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۸۵ افغانیو معادل شوی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي:«عمده دلیل او حقیقت دا دی چې د اختر شپې او ورځې دي. د افغانستان بانک هم افغانۍ په کار دي او له مارکېټو څخه یې پلوري. او د خارجي موسساتو هم په کار دي. د AIB بانک هم په کار دي. دا خارجي مرستې هم چې راځي کوښښ کوي چې ژر تر ژره افغانۍ واخلي او مستحقینو ته یې ووېشي.»

د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام او افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو دوه لاملونه ګڼي.

د صرافانو د سراسري ټولنې د شورا مرستیال محمد طاهر قیومي هم څرګندوي:«له بهره ډېرې مرستې کېږي، البته له خپلو کورنیو سره د خلکو شخصي مرستې، کله چې ډالر اخلي هغه په بازار کې په افغانیو بدلوي چې د اختر سودا واخلي.»
    
 صراف امین جان خوستی وايي:«په کال کې تقریباً یو مېلیارد ډالر سرای شهزاده ته د حوالو په سیسټم باندې هغه مسافر چې په دنیا کې موجود دي هغه یې رالېږي.»

بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې اسلامي امارت توانیدلی دی، چې د صادراتو په زیاتولو، د ډالرو د قاچاق په مخنیوي او اسعارو ته د تقضا په مدیریت سره د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ کړي.
     
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وویل:«د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو عامل کولای شو، د اسعاري تقاضا مدیریت، له هېواده بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو د کچې زیاتوالی، د کانونو د استخراج په برخه کې تړونونه، د مالیاتو او ګمرکي محصولاتو په راټولولو کې روڼتیا او د ځينو اقتصادي پروژو پيل یادولای شو.»

تېره اوونۍ، په بازارونو کې یو ډالر په ۸۶ افغانیو او دري دېرش پولو پلورل کېده، خو د یکشنبې په ورځ په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۸۴ افغانۍ او ۸۰ پوله تبادله کېده.

د افغانستان بانک شمېرې ښيي، چې دغه بانک د شنبې په ورځ پنځلس مېلیون ډالره د لیلام په ډول پلورلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه