د عزیزي بانک یو شمېر مشتریان له دغه بانکه د خپلو پیسو د راوېستنې د څرنګوالي له امله شکایت لري.
دوی وايي، په اوونۍ کې له خپل حسابه له شلو زرو افغانیو ډېرې پیسې نهشي راوېستلی او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوی په وینا، یاد بانک د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې مشتریانو ته پیسې ورکوي.
د کابل اوسېدونکی مسعود شاه وايي: «پیسو ته ډېره زیاته اړتیا ده، خو ستونزه دا ده چې بانکونو په تېره عزیزي بانک ته ځو، راته وايي، بله اوونۍ راشئ، خلک یې بېخي په عذاب کړي دي.»
د کابل اوسېدونکی محمد موسی وايي: «عزیزي بانک باید دې ته پاملرنه وکړي چې د خلکو پیسې باید له ځان سره و نه ساتي، ځکه هغه پیسې د خلک کس خپله شخصي ملکیت دی، دا یې په بانک کې د خوندیتوب لپاره اچولي، نه دا چې د اړتیا پر مهال بندې واوسي.»
تر دې مخکې عربي رسنیو راپور ورکړی چې، د عزیزي بانک رئیس میرویس عزیزي په متحده عربي اماراتو کې یو شمېر بې وزلو کسانو ته د خوړو د برابرولو په موخه د ۵۰ میلیونه درهمو مرسته کړې، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې ښاغلی عزیزي باید په خپل بانک کې د هېوادوالو او سوداګرو پیسې ورکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «خصوصي بانکونه، باید هغه مرستې چې په بهر کې کوي، هغوی باید د افغانستان د خلکو حقونه ادا کړي. د افغانستان بانک څخه مې جدي هیله ده چې د افغانستان د خلکو هغه پیسې چې په شخصي بانکونو کې ذخیره دي او شخصي بانکونه پرې خپل کاروبار کوي، لطفاً دې هغوی ته پاملرنه وکړي.»
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وايي، د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې په هېواد کې بانکي چارې اسانه شي.
خانجان الکوزی زیاتوي: «د شپږ سوه ډالرو په اړه نوی مکتوب راغلی دی، پیسې ډېرې شوې دي، دا له بده مرغه تر دې مهاله عملي شوې نهده»
د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «د سوداګرو له لوري له محدودیت پرته له بانکونو پیسې راویستل کولای شي دوی ته په سوداګریزو راکړو ورکړو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
نږدې شل ورځې مخکې د افغانستان بانک په یوې اعلامیه کې له بانکونو د پیسو د وېستنې کچه لوړه کړه، خو تر اوسه هم د افغانستان بانک دغه پرېکړه د ځينو بانکونو له لوري نه عملي کېږي.
وموغوښتل پهدې تړاو د عزیزي بانک لیدلوری هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره-سره مو کوم ځواب تر لاسه نهکړ.
په دې اړه مو اندونه