د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې کابو ۲۸۰۰ جوازونه وېشلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له دې منځه ۱۰۶ جوازونه د نورو هېوادونو وګړو ته ورکړل شوي دي.
اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل:«۲۶۷۹ نوي جوازونه صادر شول. ۷۲۲۷ جوازونه تمدید شول. ۳۳۳ جوازونه لغوه شول. ۱۰۶ نوي بهرني جوازونه ووېشل شول او ۱۳۷ بهرني جوازونه تمدید شول او همدارنګه د سوداګر ته د اسانتیا رامنځته کولو په پار د پاسپورټ ۵۱۲۹ مکتوبونه صادر شول.»
اخوا، اقتصاد وزارت وایي، چې په هېواد کې پانګونه د اقتصادي ستونزو د حل او د افغانستان د ځانبساینې په برخه کې مهم رول لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«په کوچنیو او منځنیو صنایعو او همدارنګه په کرنې او خوراکي سرچینو او اورګانیک کې پانګونه کولای شي چې د افغانستان د ځانبساینې په برخه کې ګټور وي او هم د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره ګټور پرېوځي.»
بل خوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د پانګونو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د هېواد د پانګوالو ملاتړ وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وویل:«د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې د پانګوال د مالي امنیت لپاره ملاتړې پالیسۍ جوړې شي. څو پانګوال په افغانستان کې د خپل مالي امنیت او خوندیتوب په هکله ډاډه شي، څو په افغانستان کې سیاسي او د پانګونې ډاډه چاپېریال رامنځته شي. چې په افغانستان کې د ډېرې پانګونې د جلب لامل شي.»
تر دې وړاندې په ځلونو د اسلامي امارت چارواکو په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون په بهر کې له افغان سوداګرو غوښتې چې په هېواد کې پانګونې وکړي.