Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: کابل کې د چین سفارت د ویزو وېش پېل وي

د اسلامي امارت د بهرنیو چازو وزارت وایي، چې په کابل کې د چین سفارت تر راروانو دو ورځو افغانانو ته د وېزې ورکړه بېرته پېل ‌وي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء تکل وايي چې د ویزې غوښتونکي کولای شي چې د روان زیږدیز کال د مۍ له درېیمې نوم‌لیکنه وکړي.

نوموړی زیاتوي چې چین د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د افغانستان په ګډون پر ځینو هېوادونو د وېزې په برخه کې محدودیتونه لګولي و، خو تمه کېږي چې دغه بهیر بېرته پېل شي.
                       
حافظ ضیا احمد تکل وايي:«د چین ولسي جمهوریت سفارت چې په کابل کې مېشت دی، افغانانو ته د وېزو د ورکړې لړۍ د مۍ په درېیمه بیا پيل‌وي.» 

بل خوا ځينې سوداګر وایي، چې د وېزې د اخیستو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
             
سوداګر جبار صافی وایي:«د ویزې د وېش بهیر ستونزه لري. سفارتونه په اسانۍ ویزه نه ورکوي. که‌چېرې ورکړي، ډېره لوړه بیه لري، پنځه تر شپږ زره ډالره اخلي.»
            
بل سوداګر عزت‌الله نیازی څرګندوي:«تراوسه د افغان سوداګرو ستونزې حل شوې نه دي. دا لړۍ چې روانه ده، د سوداګرو کار یې ټکنی کړی. افغان سوداګر نه شي کولای چې په اسانۍ ویزه واخلي او سفر وکړي. له مسوولو چارواکو زموږ غوښتنه او هیله دا ده، دغه ستونزه چې سوداګر ورسره لاس او ګرېوان دي، حل کړي.

افغانانو ته د چین د وېزې د ورکړې بهیر په داسې حال کې پېلېږي، چې د ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو په ګډون ځينې هېوادونه هېوادوالو ته وېزې ورکوي، خو ډېری هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندو له امله هېوادوالو ته د وېزې د ورکړې بهیر بېرته نه دی پېل کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه