Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د خوړو له بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې وګړي یې د خوړو له بحران سره مخ دي.

د یادې ادارې په یو نوي راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې ۵۸ هېوادونو او سیمه کې نږدې ۲۵۸ مېلیونه وګړي د خوړو له سخت نا امنۍ سره مخ وو او افغانستان بیا د هغو هیوادونو له ډلې دی چې له سختې بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دی.

د ملګروملتونو د کرنې او خوړو سازمان ستر اقتصادپوه ماکسیمو توررو وايي: «دمګړۍ د ډېریو هېوادونو خلک د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي. ۱۰ هغه هېوادونه چې د خوړو له بحران سره مخ دي عبارت دي له د کانګور جمهوریت، ایتوپیا، افغانستان، نایجریا، یمن، میانمار، سوریه، سوډان، اوکراین او پاکستان.»

له دې سره سم، د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان څلورم هغه هېواد دی چې، د بحران له ګواښ سره مخ دی او درېیمه پر لپسې وچکالي تجربه کوي.

دغه بنسټ زیاتوي، افغانانو ته د مرستو د رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو حضور مهم دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام وحیدالله اماني وايي: «د خوړو نړۍوال پروګرام په‌دې باور دی چې د ښځو له لوري ښځو سره ښه مرسته کېدای شي او دندو ته د ښځو ستنېدل د خوړو نړیوال پروګرام له لومړیتوبونو څخه دی، موږ په دې برخه کې ټولو هڅو ته دوام ورکوو.»

له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې بارو دي چې، سیاسي چارې د هېواد پر اقتصاد منفي اغیز لري او په وینا یې په هېواد کې د فقر د لمنځه وړلو لپاره باید پر بنسټیزو پروژو پانګونې وشي.

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه میر شکیب وايي: «د پروژو طرحه کول او پلي کول کولای شي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، له دې خلک عاید تر لاسه کړي او بازار کې تقاضا جوړه کړي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو لوی منشي ویلي، دمګړۍ د افغانستان ۹۰ سلنه خلک په فقر کې شپې او ورځې تېروي او ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه