Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصادي ناورین؛ د افغانستان د څېړونکو شبکې د دغه ناورین عوامل څېړلي

د افغانستان د څېړونکو شبکې په خپل راپور کې لیکلي دي، چې د ۲۰۲۱زیږدیز کال د اګسټ پر ۱۵مه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ شوی دی.

 په دغه راپور کې راغلي دي، چې د بهرنیو مرستو بندېدو، د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو بندیزونو، د شتمنیو کنګل کېدو او د بانکي سکټور فلج کېدو د افغانستان بانکي ستونزې زیاتې کړې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود طلوع‌نیوز ته وايي:«لازمه ده چې دلته د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره سم مدیریت وشي. له بده مرغه حتا هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي، د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره نه دي بلکې بې‌‌وزلۍ ته حرکت ورکوي.»

بل خوا، نړۍوال بانک په یوه راپور کې وایي، چې په روان زیږدیز کال کې ۶۷ سلنه افغانان چې څه باندې ۲۸ مېلیونه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
  
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حببیب څرګندوي:«د صادراتي توکو کیفیت او بسته بندۍ ته تمرکز، له قانوني اوزارو او مالیاتي هڅونې له لارې د بهرنیو او کورنیو پانګونو هڅونه له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ د کمېدو لپاره نړیواله ټولنه باید د نیمګړو پراختیایي پروژو کار بېرته پېل کړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«د کاري زمینې او بې‌وزلۍ له پلونه ستونزې شته. زموږ پراختیايي پروژې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا تمویلېدې، دا درېدلې دي او دغې چارې د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کړې ده.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي دي، چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه