Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي: افغانستان په یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، افغانستان په یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري او دمګړۍ په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د یاد وزارت سرپرست د روسیې-اسلامي نړۍ اقتصادي څوارلسمې نړۍوالې مجمع کې د خبرو پر مهال چې د روسیې په کازان ښار کې پیل شوې، ویلي، سرپرست حکومت د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې غواړي چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.

نورالدین عزیزي وايي: «په‌ وروستیو کې زرګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، د فعالیت جوازونه یې تر لاسه کړي او د افغانستان له بېلابېلو څانګو سره په اړیکه کې دي، څو خپله سوداګري او پانګونه پیل کړي.»

له دې سره سم، د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې مجمع په حاشیوي غونډو کې په افغانستان کې د شته فرصتونو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وايي: «په افغانستان کې د زراعت، د کانونو او په مختلفو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت خپل موقف اعلان کړ او همداراز له کنفرانس وروسته په مختلفو کچو کې د بېلابېلو وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره د شته فرصتونو په اړه، هر اړخیزې خبرې وشوې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، روسیه باید افغان سوداګرو ته د ویزې ورکړې او همداراز د ګمرکي تعرفو د راکمولو په برخو کې ډېره همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «هیله لرو چې وزیر صاحب، هغه ستونزې چې موږ یې له روسیې سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او تعرفي په برخه کې لرو، حل کړي.»

یو سوداګر محبوب‌الله محمدي وايي: «د ویزو ستونزه زموږ د ټولو سوداګرو له ستونزو څخه ده، نه یوازې د روسیې؛ بلکې متحده عربي اماراتو، قطر، امریکا او اروپا هغه هېوادونه چې له افغانستان څخه نور هم لرې دي او ستونزې یې ډېرې دي. زموږ حکومت باید د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره له نورو هېوادونو سره یې اړیکې ټینګې شي.»

له بل لوري د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال په‌دې غونده کې وویل، دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۷۷۰۰ ښوونځي شته او شاوخوا ۳۸ سلنه  ښوونکې یې ښځې دي.

لطف‌الله خیرخواه وايي: «موږ په افغانستان کې ټولټال ۱۷۷۸۰ مکاتب لرو چې فعلاً په‌کې لس مېلیونه متعلمین په زده‌کړو او ۲۴۰٫۰۰۰ معلمین چې ۳۸ سلنه یې اناث دي، په تدریس بوخت دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، په کال کې د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ټول ارزښت شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او په دې منځ کې د افغانستان پر تله د روسیې صادرات څو برابره ډېر دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه