Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د تېلو او ګازو برخه کې پانګونې ته د چین او قطر لېوالتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چین او قطر د هېواد پر تېلو او ګازو پانګونې ته لېواله دي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د دغو دواړو هېوادونو استازو په تېره یوه میاشت کې د نفتو د استخراج په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «له چینايي او قطري پانګه‌والو سره موږ څلور لېدنې درلودې، د دوی تر څنګ ترکان هم وو. دوی غوښتل د افغانستان په بېلابېلو معدني مېنرالونو کې پانګه‌ونه وکړي، په ځانګړې په نفتو او ګازو کې.»

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په‌دې برخه کې ښه تجربه لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «قطر د نفتو او ګازو ډېرې سترې ذخیرې لري، په‌دې برخه کې هغوی ډېر کار هم کړی دی، تجربه هم لري او تر ټولو مهمه دا چې د پانګونې لپاره سرمایه ډېره مهمه ده.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې اسلامي امارت باید د کانونو د سپارلو په برخه کې ملي ګټې په پام کې ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې پانګه‌والو ته د کانونو په سپارلو کې باید د افغانستان د زیرمو ملي اقتصادي ګټې په پام کې ونیول شي او بیا داسې شرکت ته وسپارل شي چې وړتیا یې ولري.»

تر اوسه د لوګر د مس عینک او د امو سیند د نفتي حوزې د استخراج چارې چینایي شرکتونه ته سپارل شوې دي، خو د چین «اېم‌سي‌سي‌» شرکت تر اوسه د لوګر د مس عینک کان پر استخراج نه‌دی بریالی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه