Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رېل پټلۍ اداره: پاکستان د افغان - ټرانس د لارې بدلون لپاره وړاندیز لري

د افغانستان د رېل پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت وايي چې پاکستان د افغان - ټرانس رېل پټلۍ د لارې د بدلون غوښتونکی دی.

ښاغلی شرافت ترکیې ته له خپل سفر وروسته زیاتوي، چې پاکستان له لوګر- تورخمه، لوګر خرلاچي ته د دې پروژې د تګلوري د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا، د وسپنې پټلۍ د نړۍوالې ټولنې د منځني ختیځ د برخې په غونډه کې د افغانستان- ټرانس پروژې په تړاو هم خبرې وشوې

بخت الرحمن شرافت طلوع‌نیوز ته وویل:«د پاکستان له لوری یو بل مسیر وړاندیز شوی چې له لوګر پکتیا او وروسته سیدکرم، څمکنۍ ولسوالیو او وروسته د خرلاچي لارې له پاکستان سره وصل شي؛ خو اوس مهال د ازبیکستان ټینګار پر همدې لار ده.»

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د پاکستان له سفیر سره د ټرانسپوټي پروژو په تېره بیا د ترمز- مزارشریف، کابل، پېښور د وسپنې د پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت څرګندوي:«د دغې پروژې ودانیز پړاو ډېر کار غواړي؛ ځکه ډېرې پیسو ته اړتیا لري او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې غوښتنه کوي چې موږ ډېر ژر وکړای شو د دغې پروژې عملي کار پيل کړو.»

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي، د افغانستان - ټرانس د پروژې عملي کېدل د توکو د لګښت د کموالي او د هېواد د صادراتو د ودې په برخه کې مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«د افغان - ترانس پروژه کولای شي د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزو چارو ته لارې هوارې کړي، په ځانګړې توګه د افغانستان د کاني توکو د صادراتو په برخه کې.»

د هېواد د اوسنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان- ټرانس د وسپنې پټلۍ ۷۶۴ کیلومټره اوږدوالی لري او د جوړېدو لګښت یې شپږ میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه